کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٢١مه لوبه: کلکته او چيناى به نن په مېدان کې سره معلوم کړي
مهيندرا سينګ دهوني او دينيش کارتيک

اى پي ايل ٢١مه لوبه: کلکته او چيناى به نن په مېدان کې سره معلوم کړي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢١مه لوبه نن د کلکته نايټ رايډرز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دا لوبه چې ابوظهبي په شېخ زيد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

چيناى سوپر کنګز په خپله تېره لوبه کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه. دغه لوبه چې لومړى پکې پنجاب توپوهنه ترسره کړه او د ١٧٩ منډو هدف يې وټاکه، د چيناى سوپر کنګز له لوري پيليز توپوهونکو شين واټسن او فاف ډوپليسي ياد هدف پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې د پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

چيناى سوپر کنګز تراوسه پورې ٥ لوبې ترسره کړې دي چې دوه برياوې يې خپلې کړې دي، چيناى په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډينز ته ماتې ورکړې وه، خو له هغه وروسته يې درې پرلپسې ماتې د راجستان رايلز، ډيلي کاپيټلز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو څخه وخوړلې.

د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې بيا څلور لوبې ترسره کړې دي او ٢ برياوې يې خپلې کړې دي. په تېره لوبه کې چې کلکتې د ډيلي کاپيټلز سره ترسره کړه، ډيلي د ١٨ منډو په توپير کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

کلکتې بيا له راجستان رايلز څخه د ٣٧ منډو په توپير او د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې څخه د ٧ ويکټو په توپير لوبې ګټلې دي، همدا راز د ممبۍ انډينز څخه يې بيا د ٤٩ منډو په توپير ماتې خوړلې ده.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

چيناى سوپر کنګز: شين واټسن، فاف ډوپليسي، امباتي رايډو، کيدار جادو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، رويندرا جډيجا، ډواين براو، سام کران، شردل ټاکر، ديپک چاهار او پيوش چاوله.

کلکته نايټ رايډرز: سنيل ناراين، شوبمن ګيل، نيتيش رانا، دينيش کارتيک (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ايون مورګن، انډري رسل، راهول ټريپاټي، پاټ کومنز، کمليش ناګارکوټي، شيوام ماوي او ورون چکرورتي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

نن په ای پي ایل سیالیو کې دوه لوبې ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن دوه مهمې لوبې ترسره …