کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د براوو ٣٧مه کليزه: يوازينى لوبغاړى چې شل اوريزو لوبو کې يې ٥٠٠ ويکټې اخيستي
ډواين براوو

د براوو ٣٧مه کليزه: يوازينى لوبغاړى چې شل اوريزو لوبو کې يې ٥٠٠ ويکټې اخيستي

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پخوانى مخکښ الراونډر او د شل اوريزو لوبو يو له غوره لوبغاړو څخه ډواين براوو نن ٣٧ کلن شو. هغه په ١٩٨٣ کال کې د اکتوبر په ٧مه نېټه د ټرينډاډ په سانټاکروز کې زېږېدلى و.

نوموړي په ٢٠٠٤ کال کې د ويسټ انډيز لپاره نړيوالې لوبې پيل کړې وې، لومړۍ ټېسټ لوبه يې د انګلستان او لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه يې هم د انګلستان پر وړاندې ترسره کړې وه، په ٢٠٠٦ کال کې يې بيا لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د نيوزيلېنډ پر وړاندې ترسره کړه.

ډواين براوو د ويسټ انډيز لوبډلې د مهمو لوبغاړو څخه و، هغه الراونډر و او د توپوهنې او توپ اچونې په برخه کې يې خپله وړتيا ښکاره کوله.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هغه په وروستي په ٢٠١٤ کال کې د هند پر وړاندې لوبېدلى و، په ٢٠١٨ کال کې نوموړي د نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه او يوازې تجارتي ليګونه يې ترسره کول، خو د ٢٠١٩ کال په دسمبر مياشت کې هغه يو ځل بيا د نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبېدو ته ځان اماده کړ، نوموړي وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د سريلانکا پر وړاندې په روان کال کې ترسره کړې ده.

براوو د ويسټ انډيز لپاره ٤٠ ټېسټ، ١٦٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٧١ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ لوبو کې د ٣١.٤٢ په اوسط ٢٢٠٠، نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ٢٥.٣٦ په اوسط ٢٩٦٨ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ٢٣.٩٧ په اوسط او ١١٦.٤٩ په سټرايک رېټ سره ١١٥١ منډې ترلاسه کړې دي.

همدا راز په ټېسټ لوبو کې يې ٨٦، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٩٩ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٥٩ ويکټې هم اخيستي دي.

مهيندرا سينګ دهوني او ډواين براوو

له دې پرته نوموړي شل اوريزې لوبې ډېرې ترسره کړې دي او په ډېرو تجارتي ليګونو کې هغه لوبېږي. نوموړي په ٤٦٧ لوبو کې ٥٠٦ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې په شل اوريزو لوبو کې يوازينى توپ اچونکى دى چې تر پنځه سوه زياتې ويکټې يې اخيستي دي.

ډواين براوو د دې تر څنګ سندرغاړى هم دى او د (چيمپين) په نوم يې يوه سندره ويلې وه، چې ډېر مشهور شوى و، همدا راز په وروستيو کې يې ويلي و، چې د مهيندرا سينګ دهوني لپاره هم يوه سندره وايي. نوموړى اوسمهال په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لپاره لوبېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar