کورپاڼه / خبرونه / د بهسودو کرکټ لوبغالى د نجيب ترکي په نوم ونومول شو
فرهان يوسفزى او نجيب ترکى

د بهسودو کرکټ لوبغالى د نجيب ترکي په نوم ونومول شو

افغانستان کرکټ بورډ د ارواښاد نجيب الله ترکي په نوم په ننګرهار کې د بهسودو کرکټ لوبغالى ونوماوه او له دې وروسته به ياد لوبغالى (نجيب ترکى کرکټ لوبغالى) يادېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې نجيب ترکى د افغان کرکټ ځلانده ستورى و، هېواد او کرکټ سره يې خورا ډېره مينه درلوده او د غوره اخلاقو يوه ښه بېلګه وه.

فرهان يوسفزي ليکلي دي: د هغه مړينه د کرکټ کورنۍ او د ټولو افغانانو لپاره نه جبرانېدونکې ضايعه ده. د نوموړي ياد د تل پاتې کېدو په پار مو نن د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالى د هغه په نوم ونوماوه، چې له دې وروسته به د نجيب ترکي کرکټ لوبغالي په نوم يادېږي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى نجيب ترکى څو ورځې وړاندې په جلال اباد کې د موټر په ټکر کې سخت ټپي شوى و، چې پرون يې خپل روح حق ته وسپاره.

د هغه په مړينه نه يوازې دا چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو، د کرکټ مينه والو خپګان ښکاره کړ، بلکې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، ټولو سياسي چارواکو او د کرکټ نړيوالو لوبغاړو او نورو سلګونو زره کسانو د هغه په مړينه غمرازي وکړه.

د نجيب ترکي له مړينې وروسته يو شمېر خبريالانو او د هغه مينه والو له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوله، چې د بهسودو کرکټ لوبغالى دې د نجيب ترکي په نوم کړاى شي او همدا راز له هغه سره د ترسره شوي قرارداد پېسې دې هم د هغه کورنۍ ته ورکړي او د ياد قرارداد له ختمېدو وروسته دې د هغه پېسو نيمه برخه د دوى کورنۍ ته ورکوي.

بل لوري ته يو شمېر کسانو بيا په کرکټ بورډ او ځينو لوبغاړو نيوکې هم وکړې او وې ويل چې د نجيب ترکي حق ځينو لوبغاړو خوړلى و او د دوى له امله هغه ونه شول کولاى چې په ملي لوبډله کې ډېرې لوبې ترسره کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …