کورپاڼه / بېلا بېل / په لفټ کې شيشې ولې لګېدلي وي؟ دلته يې ولولئ
لفټ

په لفټ کې شيشې ولې لګېدلي وي؟ دلته يې ولولئ

ايا کله چې په لفټ کې کوم تعمير ته خېژئ، نو په دې اړه مو فکر کړى دى چې په لفټ کې شيشې يا اينې ولې لګېدلي وي؟ که نه، نو راځئ چې په دې اړه نن تاسې ته معلومات درکړو.

په پيل کې چې اوږده اوږده تعميرونه جوړ شو، نو د تعميرونو پورته پوړونو ته د ختلو لپاره د لفټ اړتيا پېښه شوه، خو د لفټ له جوړېدو وروسته خلکو دا شکايت کاوه چې دا لفټ ډېر په ورو پورته خېژي، همدا راز خلک به له دې هم ويرېدل، چې هسې نه لفټ وغورځېږي.

کله چې د لفټ جوړونکو شرکتونو ته د خلکو ډېر شکايتونه ورورسېدل، نو دوى د داسې لفټونو د جوړولو په اړه پرېکړه وکړه، چې ډېر چټک لاړ شي، خو دا چاره دې شرکتونو ته ډېره ګرانه پرېوته.

له هغه وروسته انجنيرانو په دې اړه فکر وکړ او وې ويل چې دا خو د خلکو فکر دى چې لفټ په ورو روان دى او يا دا چې لفټ ونه غورځېږي. دوى وويل، چې په لفټ کې د انسان لپاره داسې هېڅ نشته چې څه وکړي، نو شاوخوا دېوالونو ته ګوري او له همدې امله يې په فکر کې دا خبرې راځي.

انجنيرانو د دې مسئلې د حل لپاره وويل، چې ولې نه داسې يو څه وکړل شي چې په لفټ کې د ختلو پر مهال د خلکو ذهنونه په يو څه کې مشغول کړاى شي.

همدا لامل شو چې د لفټ جوړونکو شرکتونو له هغه وروسته په لفټونو کې شيشې ولګولې، نو بيا چې به هر څوک لفټ ته پورته شو، نو په ځاى د دې چې وويرېږي يا دا فکر وکړي چې لفټ په ورو روان دى، نو په شيشه کې ځان ته ګوري او ټول پام يې ځان ته وي.

تاسې به ليدلي وي، چې کله هم په لفټ کې خلک پورته روان وي، نو هغوى ډېرى مهال په شيشه کې ګوري، ځينې خلک خپل ويښتان جوړوي او ځينې بيا کالي سموي.

همدا لامل دى چې کله هم څوک لفټ ته پورته شي، نو ټول پام يې بل لوري ته وي او هغه ته دا معلومات نه کېږي چې لفټ ورو روان دى او که تېز او يا هم چې ونه غورځېږي او تر څو چې د دوى ذهن بدلېږي، ځاى يې رارسېدلى وي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهین آسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره د شاهین اسمایي …