کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٢٢مه لوبه: د مجيب لوبډله به نن د راشد-نبي لوبډلې سره مخامخ شي
راشد، نبي او مجيب

اى پي ايل ٢٢مه لوبه: د مجيب لوبډله به نن د راشد-نبي لوبډلې سره مخامخ شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٢مه لوبه نن د سنرايزرز حېدراباد او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

راشد خان او محمد نبي له سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، که څه هم راشد خان په هره لوبه کې لوبېدلى، خو محمد نبي د حېدراباد لپاره يوازې يوه لوبه ترسره کړې ده.

همدا راز مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان بيا په کنګز اليون پنجاب لوبډله کې دى، خو دوى تراوسه نوموړى په کومه لوبه کې نه دى اخيستى.

د کنګز اليون پنجاب لوبډلې توپوهونکي کى ايل راهول (٣٠٢) او ماينک اګروال (٢٧٢) که څه هم په روان اى پي ايل کې د ډېرو منډو درلودونکي دي، خو بيا هم کنګز اليون پنجاب زياتې لوبې بايللي دي، دوى پنځه لوبې کړې دي چې ١ کې يې بريا او ٤ کې يې ماتې خوړلې دي.

د دوى توپ اچونکي هم ډېر بد نه دي، خو نه دي توانېدلي چې نورې برياې لوبډلې ته ور په برخه کړي، همدا راز نن دا چانس هم شته چې ښايي د کرس جورډن پر ځاى مجيب الرحمان ولوبېږي، خو دا به د لوبې پر مهال معلومه شي، چې ايا مجيب الرحمان د څلورو ماتو وروسته هم لوبول کېږي او که نه.

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ٥ لوبو کې ٢ برياوې خپلې کړې دي او د دوى چټک توپ اچونکى بوينشور کمار هم له اى پي ايل پاتې سياليو څخه بهر شوى دى.

د حېدراباد د توپوهنې برخه په ډيويډ وارنر، جوني بيريسټو، کين ويليمسن او منيش پانډى ولاړه ده، خو که دوى ژر وسوځېږي، نو هر څه بيا ځوانانو ته پاتې کېږي، چې پريام ګرګ، ابيشيک شرما او عبدالصمد دا ډېر چانس لري چې خپل ځانونه ښکاره کړي، خو تر فشار لاندې هم راځي.

د ٣ ماتو وروسته ښايي نن محمد نبي يا فابين الين هم په لوبه کې چانس ترلاسه کړي، خو دا به وروسته معلومه شي چې دوى خپله لوبډله کې کوم تغير راولي او که نه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، کين وليمسن، منيش پانډى، پريام ګرګ، ابيشيک شرما، عبدالصمد، راشد خان، سنديپ شرما، سدارت کول او ټي ناټاراجن.

کنګز اليون پنجاب: کى ايل راهول (لوبډلمشر)، ماينک اګروال، منديپ سينګ، نيکولاس پوران (ويکټ ساتونکى)، ګلين ميکسويل، سرفراز خان، کرس جورډن\مجيب الرحمان، هرپريت برار\ايم اشوين، شيلډون کوټريل، محمد شامي او روي بشنويي.

دا هم ولولئ

شاپور ځدران پر بیګانۍ لوبه تبصره کړې او دا یې هم ویلي زړونه به نه بایلو ان شاء الله مخکې نور ډېر ښه مېچونه او چانسونه لرو

شاپور ځدران په بیګانۍ لوبه تبصره کړې او په وروستیو کې یې ویلي دي چې …