کورپاڼه / جالب / د نړۍ د اوږدو پښو يا لينګو لرونکې نجلۍ
ميکي کيورن

د نړۍ د اوږدو پښو يا لينګو لرونکې نجلۍ

د امريکا يوې ١٧ کلنې نجلۍ د نړۍ په کچه د اوږدو پښو يا لينګو درلودلو نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړ.

دا نجلۍ چې دامريکا په ټېکساس کې اوسېږي، ١٧ کاله عمر لري او ميکي کيورن نومېږي. ميکي کيورن په ټوله نړۍ کې د اوږدو لينګو لرونکو نجلۍ ده، چې د ريکارډونو په نړيوال کتاب (ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ) کې يې هم نوم ثبت شو.

 

View this post on Instagram

 

I’m here for a time not a long time

A post shared by (@_maci.currin_) on


د ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ ادارې په خپله وېبپاڼه کې هم د دې خبرې تاييد کړى دى، چې ميکي کيورن د نړۍ تر ټولو اوږده لينګي لري.

د ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ په خپله وېبپاڼه کې ليکلي دي، چې د ميکي کيورن يو لينګى له ٥٣ انچو څخه زيات دى او بل لينګى يې له ٥٢ انچو څخه زيات دى، د دې نجلۍ د کورنۍ نور ټول غړي هم ډېر اوږده اوږده دي، خو هېڅوک پکې د دې نجلۍ قد ته نه رسېږي.

د ګنيس بک اف ورلډ ريکارډ د وېنا له مخې، د ١٧ کلنې امريکايۍ نجلۍ ميکي کيورن قد يا ونه ٥ فوټه او ١٠ انچه دى، چې شپيته سلنه يې پکې پښې او لينګي دي، ميکي غوښتل چې د خپلو اوږدو لينګو له امله نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړي، تر څو په نړۍ کې د اوږدو قد لرونکو خلک له هغې اغېزمن شي.

 

View this post on Instagram

 

Best of the best Guinness world records title-holder female with the longest legs #OfficiallyAmazing

A post shared by (@_maci.currin_) on


ميکي کيورن په خپلو خبرو کې وايي، چې هغه کله هم چا له دې امله نه ده تنګه کړې چې پښې يا لينګي يې اوږده دي، خو له دې څخه بيا ځينې پرېشانه شوې ده، چې له نورو خلکو څخه ډېره اوږده يا جيګه ونه لري.

ميکي کيورن همدا راز له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د هغې اوږدو لينګو او پښو هغې ته ډېر ځل ګټه هم رسولې ده، خو کله نا کله يې ورته چېلنجونه هم راوړاندې کړي دي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …