کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د راشد خان زبردسته توپ اچونه، حېدراباد د ٦٩ منډو په توپير پنجاب ته ماتې ورکړه

د راشد خان زبردسته توپ اچونه، حېدراباد د ٦٩ منډو په توپير پنجاب ته ماتې ورکړه

د سنرايزرز حېدراباد له لوري جوني بيريسټو او ډيويډ وارنر په توپوهنه او راشد خان په توپ اچونه کې ښه وځلېده، چې حېدراباد لوبډلې د ٦٩ منډو په توپير د پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٢مه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري ډيويډ وارنر او جوني بيريسټو توپوهنې ته راکوز شول. دواړو په زړه پورې توپوهنه پيل کړه او د ١٦٠ منډو زبردسته او چټکه ملګرتيا يې ترسره کړه.

ډيويډ وارنر د ٥٢ منډو جوړولو وروسته د روي بشنويي په توپ ميکسويل کېچ کړ، په همدغه اور کې بيريسټو هم د بشنويي له لوري وسوځېده او له مېدانه بهر شو. هغه ٦ شپږيزې او ٧ څلوريزې وهلې او په ٥٥ توپونو يې ٩٧ منډې کړې وې.

د وارنر او بيريسټو له سوځېدو وروسته بل کوم توپوهونکى په دې ونه توانېده چې ډېرې منډې ترلاسه کړي، يوازې کين ويليمسن په ١٠ توپونو ٢٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ډيويډ وارنر او جوني بيريسټو

سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې او د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته يې د ٢٠٢ منډو هدف وټاکه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري روي بشنويي ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز ارشديپ سينګ ٢ او محمد شامي ١ ويکټ واخيسته. مجيب الرحمان چې نن يې لومړۍ لوبه وه، په ٤ اورونو کې ٣٩ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ٢٠٢ منډو هدف په تعقيب کى ايل راهول او ماينګ اګروال توپوهنې ته راکوز شول، خو راهول په ١١ او اګروال په ٩ منډو وسوځېدل، همدا راز ورپسې سمرن سينګ هم ١١ منډې وکړې او له مېدانه بهر شو.

له هغه وروسته نيکولاس پوران چټکه توپوهنه پيل کړه، خو بل هيڅ توپوهونکي ورسره مرسته ونه کولاى شوه. نوموړي د ٧ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٧ توپونو ٧٧ منډې وکړې.

کنګز اليون پنجاب په ١٦.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٢ منډې وکړې او د ٦٩ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري راشد خان په ٤ اورونو کې د ١٢ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز خليل احمد او ټي ناټاراجن ٢-٢ او ابيشيک شرما ١ ويکټ واخيسته.

راشد خان

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوني بيريسټو ترلاسه کړه.

سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په خپله شپږمه لوبه کې دريمه بريا خپله کړه او په جدول کې دريم مقام ته لاړه، همدا راز کنګز اليون پنجاب بيا په خپله شپږمه لوبه کې پنځمه ماتې وخوړه او په جدول کې تر ټولو شاته پاتې لوبډله ده.

سبا د اکتوبر په ٩مه نېټه به د اى پي ايل په ٢٣مه لوبه کې د راجستان رايلز او ډيلي کاپيټلز لوبډلې په شارجه کې لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …