کورپاڼه / هنر او کلتور / هندۍ ممثلې ثنا خان فلمي نړۍ پرېښوده، وايي نور د خداى د حکمونو سره سم ژوند کوي
ثنا خان ٦

هندۍ ممثلې ثنا خان فلمي نړۍ پرېښوده، وايي نور د خداى د حکمونو سره سم ژوند کوي

د هندي فلمونو مشهورې هنرمندې ثنا خان له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه او وايي، چې له دې وروسته به د انسانيت خدمت او د خداى د حکمونو سره سم ژوند کوي.

ثنا خان چې د (بګ باس) ٦م پړاو او (جى هو) فلمونو څخه يې ډېر شهرت پېدا کړى و، هغې په خپل انسټاګرام اکاونټ کې يو اوږد پوسټ په درې ژبو کې خپور کړى دى او د فلمي نړۍ د پرېښودو اعلان يې کړى دى.

ثنا خان ١

ثنا خان په هند کې د بېلا بېلو ژبو فلمونو کې کار کړى و او همدا راز يو شمېر ټلويزيوني خپرونو کې يې هم ګډون درلود، چې له دې لارې يې ډېر شهرت ترلاسه کړى و.

ثنا خان په خپل پوسټ کې ليکلي دي، چې هغه د ګناه له لارې څخه نوره توبه ويستې ده او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې ده، چې د هغې لپاره دې يې دعاوې وکړي، تر څو خداى يې توبه قبوله او همدا راز دا توفيق ورکړي، چې د هغه په ښودل شوې لاره لاړه شي او د خلکو خدمت وکړي.

ثنا خان ٥

ثنا خان په خپل دې پوسټ کې د فلمي نړۍ له خلکو څخه هم دا خواست کړى دى، چې د هېڅ فلمي کار لپاره دې له دې وروسته له هغې سره اړيکې نه نيسي.

ثنا خان وايي، چې کلونه يې په فلمي نړۍ کې کار وکړ او دلته يې ډېر شهرت، عزت او دولت پېدا کړ، خو له ډېر وخت راهيسې ورسره دا فکر و، چې ايا انسان نړۍ ته يوازې د همدې لپاره راغلى دى او که څه نور مقصد هم لري.

ثنا خان ٢

ثنا خان وايي، دوه پوښتنې يې په ذهن کې ډېرې ګرځېدې، چې انسان د څه لپاره نړۍ ته راغلى او دا چې له مړينې وروسته به ورسره څه کېږي.

هغه وايي، کله چې يې خپل دين (اسلام) کې د دې پوښتنو ځوابونه ولټول، نو ځوابونه يې پېدا کړل او پرېکړه يې وکړه، چې له دې وروسته به د خپل ژوند مقصد د انسانيت خدمت ګرځوي او د خداى د حکمونو سره سم به خپل ژوند تېروي.

ثنا خان ٤

٣٣ کلنه ثنا خان په يوه مسلمانه کورنۍ کې د هند په ممبۍ کې زېږېدلې، چې په ٢٠٠٥ کال کې يې په فلمي نړۍ کې قدم ايښى و او د يوې ممثلې، موډلې او نڅاګرې په توګه يې کار پيل کړى و. هغې د هندي، تامل، تيلګو، مليالم او کناډا ژبو په فلمونو کې کار کړى و، په لسګونو ټلويزيوني خپرونو کې يې برخه اخيستې او شاوخوا پنځوس اعلاناتو کې يې هم کار کړى و.

ثنا خان ٣

د ميلوين ليوس په نوم د فلمونو يو کوريوګرافر سره يې شاوخوا يو کال اړيکې هم وې، چې په ٢٠٢٠ کال کې د دواړو ترمنځ بېلتون راغى. ثنا خان په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې خپل هغه عکسونه خپاره کړي دي، چې حجاب يې پکې کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په …