کورپاڼه / خبرونه / د مشهور کرکټر مرلي دهرن په ژوند فلم جوړ شوى
مرلي دهرن

د مشهور کرکټر مرلي دهرن په ژوند فلم جوړ شوى

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې پخواني مخکښ او نوموتي لوبغاړي مرلي دهرن په ژوند فلم جوړ شوى دى، چې ښايي په روانه مياشت کې د دې فلم لومړۍ ويډيو هم خپره شي.

د سريلانکا ملي لوبډلې د دې مخکښ سپينر توپ اچونکي په ژوند د هند په سويلي سينما کې فلم جوړ شوى دى، چې د دې فلم نوم (٨٠٠) دى. دا نوم يې د هغه د ټېسټ ويکټو په مناسبت سره ايښودل شوى دى، ځکه نوموړي په ټېسټ لوبو کې ٨٠٠ ويکټې ترلاسه کړې دي.

په دې فلم کې چې په تامل ژبه کې جوړ شوى دى، د مرلي دهرن کردار پکې د تامل فلمونو مشهور هنرمند ويجى سيټوپتي ترسره کړى دى.

مرلي دهرن ١

هغه په يوه مرکه کې ويلي دي، چې د مرلي دهرن د کردار لوبولو لپاره يې په ځانګړې توګه خپل وزن کم کړى و، خو د ګرځبندېز پر مهال يې وزن بېرته زيات شوى دى.

د يادولو وړ ده چې ٤٨ کلن مرلي دهرن په ١٩٩٢ کال کې د سريلانکا لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه، په ١٩٩٣ کال کې لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه او په ٢٠٠٦ کال کې لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې.

هغه په ٢٠١٠ کال کې وروستۍ ټېسټ، وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه او په ٢٠١١ کال کې وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې ده، او له هغه وروسته يې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړې ده.

مرلي دهرن د سريلانکا لپاره ١٣٣ ټېسټ، ٣٥٠ نړيوالې يو ورځنۍ او ١٢ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.

هغه په ټېسټ لوبو کې ٨٠٠ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې ١٦ او په يوه پاڼۍ کې يې ٩ ويکټې اخيستي دي. همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې بيا ٥٣٤ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٣٠ منډو په بدل کې ٧ لوبغاړي هم سوځولي. هغه ١٠ ځلې پنځه پنځه او ١٥ ځلې څلور څلور ويکټې هم ترلاسه کړې دي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې هغه بيا ١٣ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې په يوه لوبه کې يې د ٢٩ منډو په بدل کې درې ويکټې هم ترلاسه کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …