کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډيلي د راجستان لوبډلې ته د ٤٦ منډو په توپير ماتې ورکړه
ډيلي کاپيټلز

ډيلي د راجستان لوبډلې ته د ٤٦ منډو په توپير ماتې ورکړه

ډيلي کاپيټلز لومړى توپوهنه ترسره کړه او د ١٨٥ منډو هدف يې د راجستان رايلز لوبډلې ته وټاکه، خو راجستان ياد هدف پوره نه کړاى شو او ډيلي د ٤٦ منډو په توپير بريا خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٣مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د شارجې په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې راجستان رايلز پچه وګټله او لومړى يې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيمرون هيټماير د ٥ شپږيزو او ١ څلوريزې په مټ په ٢٤ توپونو ٤٥ منډې وکړې، همدا راز مارکوس سټوينيس ٣٩ منډې وکړې، چې ٤ شپږيزې يې هم ووهلې. شرياس اير ٢٢ او پريتوي شاو بيا ١٩ منډې ترلاسه کړې.

د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر ٣، کارتيک تياګي، انډري ټاى او راهول ټيواټيا ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٨٥ منډو هدف په تعقيب د راجستان رايلز ټوله لوبډله په ١٩.٤ اورونو کې وسوځېده او ١٣٨ منډې يې ترلاسه کړې، چې د ٤٦ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري راهول ټيواټيا ٣٨، يشسوي جېسوال ٣٤ او سټيو سميت ٢٤ منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري بيا کاګيسو رباډا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، ار اشوين او مارکوس سټوينيس ٢-٢، انريچ نورجه، هرشل پټيل او اکشر پټيل ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روي چندرن اشوین ته ورکړل شوه.

دا د ډيلي کاپيټلز شپږمه لوبه وه چې پنځمه بريا يې خپله کړه او د ١٠ نومرو سره د جدول لومړي مقام ته لاړه، همدا راز د راجستان رايلز ٦مه لوبه وه چې څلورمه ماتې يې وخوړه او اووم مقام ته لاړه.

سبا د اکتوبر په ١٠مه نېټه په اى پي ايل کې دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه به د کنګز اليون پنجاب او کلکته نايټ رايډرز ترمنځ د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيل شي او دويمه لوبه به د چيناى سوپر کنګز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …