کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د غازي امان الله خان جام کرکټ سيالۍ پيل شوې
بند امير او بوست

د غازي امان الله خان جام کرکټ سيالۍ پيل شوې

د افغانستان کورنۍ سيالۍ غازي امان الله خان جام سيالۍ نن په کندهار ولايت کې پيل شوې، چې د اکتوبر تر ٢٣مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې نن د بند امير زون او بوست زون لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه ترسره کېږي، چې د بند امير زون لوبډلې د لوبې پچه ګټلې ده او لومړى يې د بوست زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړې ده.

د دواړو لوبډلو نوملړونه:

د بند امير زون: حضرت الله ځاځى، عمران جنت، دروېش رسولي، ضيا لاحق، کريم جنت، حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، محمد سردار، امير حمزه هوتک، نوين الحق، وقار سلامخېل او نجات مسعود.

د بوست زون: نصيب الله شيردلي، عين الدين، احسان جنت، منير احمد کاکړ، ناصر جمال (لوبډلمشر)، محمد عالم، وقار الله، عبدالباقي، عبدالله تره خيل، يمين احمدزى او سيد شېرزاد.

د يادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو ولايتي سياليو کې پنځه لوبډلې ګډون لري، چې د بوست زون، بند امير زون، امو زون، مس عينک زون او سپين غر زون لوبډلې پکې شاملې دي.

د ټولو لوبډلو ترمنځ به ١٠ سيالۍ ترسره شي، چې له هغه وروسته به درې لوبډلې بل پړاو ته لاړې شي. په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله به نېغ په نېغه پايلوبې ته لار پېدا کړي، همدا راز په جدول کې د دويمې او دريمې لوبډلې ترمنځ به د ايليمينېټر لوبه ترسره شي، چې بريالۍ لوبډله به يې د اکتوبر په ٢٢مه نېټه په پايلوبه کې د جدول تر ټولو مخکښې لوبډلې سره مخامخ شي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان په کورنيو سياليو باندې تر ډېره پورې نيوکې هم کېږي او ويل کېږي، چې دې سياليو ته د کرکټ بورډ له لوري هېڅ ځانګړې پاملرنه نه کېږي او فقط تش په نوم سيالۍ ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ډي کوک او ايشان کشن

ممبۍ انډينز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د ټرينټ بولټ زبردسته توپ اچونه او د ايشان کشن او کوانټين ډي کوک د …