کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د حمزه هوتک زبردسته توپ اچونه، بند امير د بوست لوبډله ماته کړه
حمزه هوتک

د حمزه هوتک زبردسته توپ اچونه، بند امير د بوست لوبډله ماته کړه

د بند امير زون لوبډلې له لوري امير حمزه هوتک په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د بوست زون ٩٠ منډې هدف وټاکه او بند امير بيا ياد هدف د ٤ ويکټو په سوځېدو پوره او لومړۍ بريا يې خپله کړه.

د غازي امان الله خان جام يو ورځنۍ سيالۍ په کندهار ولايت کې پيل شوي دي، چې نن بوست زون او بند امير زون لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د لوبې په پيل کې د بند امير زون لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د بوست زون په توپوهنه کې په بشپړه توګه ناکامه او په ٣٥ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ٨٩ منډو وسوځېدله، د دوى له ډلې منير احمد کاکړ ٣٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او شيد شېرزاد ١٩ او احسان الله جنت ١٣ منډې وکړې، بل څوک ونه توانېدل چې ان لس منډې هم جوړې کړي.

د بند امير زون له لوري په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه، چې امير حمزه هوتک ٣ لوبغاړي وسوځول او ٦ مېډين اورونه يې ترسره کړل، وقار سلامخېل او نجات مسعود ٢-٢ او کريم جنت ١ ويکټ واخيسته.

د ٩٠ منډو هدف د بند امير زون په ١٨ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه. د دوى له لوري عمران جنت ١٩، دروېش رسولي ١٩، حشمت الله شهيدي ١٧ او حضرت الله ځاځي ١٤ منډې وکړې.

د بوست زون له لوري يمين احمدزي ٢، محمد عالم او عبدالباقي ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه امير حمزه هوتک ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو دويمه لوبه به سبا (د اکتوبر په ١١مه نېټه) د سپين غر زون او مس عينک زون لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

جالبه لوبه: پنجاب لوبډلې په دوهم سوپر اور کې لوبه وګټله

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن په ۳۶مه لوبه کې …