کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې له ټاکلي هدف په ښه ډول دفاع وکړه او د ٢ منډو په توپير يې پنجاب ته ماتې ورکړه
کلکته نايټ رايډرز

کلکتې له ټاکلي هدف په ښه ډول دفاع وکړه او د ٢ منډو په توپير يې پنجاب ته ماتې ورکړه

د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې تر يوې زبردستې لوبې وروسته په ښه توګه وکولاى شول چې د ورکړل شوي هدف څخه دفاع وکړي او د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د ٢ منډو په توپير ماتې ورکړي.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٤مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې کلکته نايټ رايډرز پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

کلکته نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر دينيش کارتيک ٥٨ او شوبمن ګيل ٥٧ منډې وکړې، همدا راز ايون مورګن هم ٢٤ منډې ترلاسه کړې.

د کنګز اليون پنجاب له لوري محمد شامي، ارشديپ سينګ او روي بشنويي ١-١ ويکټ واخيستې. مجيب الرحمان هم ٤ اورونه ترسره کړل چې ٤٤ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٦٥ منډو هدف په تعقيب کنګز اليون پنجاب لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه او د لومړۍ ويکټې لپاره کى ايل راهول او ماينک اګروال ١١٥ منډې په زړه پورې ملګرتيا هم وکړه، خو وې نه شول کولاى چې ياد هدف پوره کړي او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې يوازې د ٢ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري لوبډلمشر کى ايل راهول ٧٤ او ماينک اګروال ٥٦ منډې وکړې.

د کلکته نايټ رايډرز له لوري بيا پراسيد کرشنا په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز سنيل ناراين هم ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه دينيش کارتيک ترلاسه کړه.

دا د کلکته نايټ رايډرز ٦مه لوبه وه چې څلورمه بريا يې خپله او په جدول کې دريم مقام ته لاړه، همدا راز کنګز اليون پنجاب سره بخت ياري ونه کړه او په خپله ٧مه لوبه کې يې ٦مه ماتې په برخه شوه.

نن د اى پي ايل ٢٥مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې بېنګلور پچه ګټلې او توپوهنه کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

چینای سوپر کینګز لوبډلې خپله ۷مه لوبه هم بایلوده

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۷مه لوبه کې راجستان …