کورپاڼه / ريکارډونه / شعېب ملک لومړنى پاکستانى توپوهونکى شو چې شل اوريزو لوبو کې يې ١٠ زره منډې پوره کړې
شعېب ملک

شعېب ملک لومړنى پاکستانى توپوهونکى شو چې شل اوريزو لوبو کې يې ١٠ زره منډې پوره کړې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شعېب ملک په شل اوريزو لوبو کې د ١٠ زره منډو هدف پوره کړ.

نوموړى د پاکستان لومړنى توپوهونکى دى چې په شل اوريزو لوبو کې يې دا کارنامه ترسره کړه، همدا راز د نړۍ په کچه بيا هغه دريم توپوهونکى شو، چې ١٠ زره منډې يې په شل اوريزو لوبو کې ترلاسه کړې.

شعېب ملک د پاکستان په (نېشنل ټي ٢٠ کپ) کې د بلوچستان پر وړاندې په لوبه کې دا کارنامه ترسره کړه. هغه چې د خېبر پښتونخوا لوبډلې لپاره لوبېږي، په دې لوبه کې يې ٧٤ منډې ترلاسه کړې، چې ٨ څلوريزې او ٢ شپږيزې يې هم ووهلې.

د يادولو وړ ده چې په شل اوريزو لوبو کې د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى کريس ګيل لومړنى لوبغاړى دى چې په شل اوريزو لوبو کې يې د ١٠ زره منډو هدف پوره کړى و، هغه په شل اوريزو لوبو کې تر نورو ډېرې منډې ترلاسه کړې دي او تر دې مهاله پورې يې په ٤٠٤ لوبو کې ١٣٢٩٦ منډې کړې دي. نوموړى په ډېرو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى دى.

کريس ګېل

له هغه وروسته بيا د ويسټ انډيز بل توپوهونکى کيرون پولارډ دى، چې د ١٠ زره منډو هدف يې پوره کړ، نوموړي په ٥١٨ لوبو کې ١٠٣٧٠ منډې کړې دي.

تازه په دې لړۍ کې د پاکستان شعېب ملک هم شامل شو، چې په ٣٩٥ لوبو کې يې ١٠٠٢٧ منډې پوره کړې. له دې وروسته بيا برينډن مککالم راځي چې په ٣٧٠ لوبو کې يې ٩٩٢٢ منډې کړې دي، خو هغه لوبې پرېښي دي.

ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر، ارون فنچ او ويراټ کوهلي بيا هغه توپوهونکي دي چې له ٩ زرو څخه يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي او هيله شته چې دا توپوهونکي به هم ژر د ١٠ زرو منډو هدف پوره کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

٢٣ جون ٢٠١٣: هند چيمپينز ټرافي په خپل نوم کړه او دهوني ريکارډ جوړ کړ

د ٢٠١٣ کال د جون په ٢٣مه نېټه، يعنې په همدې ورځ باندې هند کرکټ …