خپلواک وېبپاڼه (٦ اکتوبر ٢٠١٩): د هندي سينما وتلې او ښايستوکې فلمي ستورې ايشوريه راى چې د ښکلا په ملکې هم مشهوره ده، له ډېر ځنډ وروسته يو ځل بيا سينما ته راغله او غواړي چې په يوه نوي فلم کې کار وکړي.
د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، ايشوريه راى غواړي چې په يوه نوي فلم چې د (پونيان سيلون) په نوم جوړېږي، کار وکړي. دغه فلم چې په ډېره لويه بوديجه جوړېږي، يو تاريخي فلم دى او په تامل سينما کې جوړېږي.
د راپورونو په وينا، د دغه فلم ډايريکټر له ٢٠١٢ کال راهيسې په دغه فلم کار پيل کړى و، خو تراوسه پورې يې د ځينو ستونزو له امله ونه شو کولاى چې د فلم ثبت پيل کړي، خو اوس ويل کېږي چې ډېر ژر به په دغه فلم باندې کار پيل شي.
دا هم ولولئ:
نازيه اقبال: څوک حق نه لري چې زما په ژوند کې خبرې وکړي
آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو
هارون باچا هم د اشرف غني ملاتړ وکړ
د دغه فلم کيسه د جنوبي هند د پخواني سلطنت د يو لوى حکمران په ژوند ليکل شوې ده، چې ايشوريه راى به پکې د نندني رول او د نندني د مور منداکني رول لوبوي.
ايشوريه راى تر دې مخکې په تامل سينما کې د (روبوټ) په نوم فلم کې کار کړى و، چې يو له برياليو فلمونو څخه و، په هغه فلم کې ورسره رجني کانت و. همدا راز اوس ډېر وخت وروسته يو ځل بيا نوموړې په تامل فلم کې کار کوي. د دې فلم ډايريکټر ماني رتنم دى او دا فلم به ډېره بوديجه هم ولري.
د يادولو ده چې د ايشوريه راى وروستى فلم (اې دل هى مشکل) يو ډېر بريالى فلم و، چې رنبير کپور سره يې پکې کار کړى و، همدا راز يو بل فلم يې بيا د (پنى خان) په نوم و، خو هغه فلم د خلکو توجه ځان ته راجلب نه کړاى شوه. همدا راز نوموړې په يوه انګليسي فلم کې هم کار وکړ، خو دا نوى فلم به يې د سينمايي ژوند لپاره ډېر ښه ثابت شي.
ايشوريه راى چې اوس د يوې نجلۍ مور هم ده، يو له هغه فلمي ستورو څخه ده، چې په هندي سينما کې يې تر ډېر عمره کار وکړ او اوس چې ٤٥ کاله عمر لري، بيا هم په فلمونو کې په مرکزي رولونو کې راڅرګندېږي، ځکه لا يې هم ښکلا بېسارې ده او داسې ښکاري چې عمر يې ډېر کم دى.