کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / هارديک پانډيا ٢٧ کلن شو، راشد خان هم مبارکي ورکړې
هارديک پانډيا او راشد خان

هارديک پانډيا ٢٧ کلن شو، راشد خان هم مبارکي ورکړې

د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک او نوموتى الراونډر هارديک پانډيا نن ٢٧ کلن شو، راشد خان هم ورته مبارکي ورکړې ده.

هارديک پانډيا چې په ١٩٩٣ کال کې د اکتوبر په ١١مه نېټه د هند په ګجرات ايالت کې زېږېدلى، نن خپله ٢٧مه کليزه لمانځي. هغه د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر دى، چې نه يوازې په توپوهنه، بلکې په توپ اچونه کې يې هم ځان ثابت کړى دى.

هارديک پانډيا

هارديک پانډيا ته د کرکټ مشهورو لوبغاړو او د هغه مينه والو د کليزې مبارکي ويلې ده. په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکي راشد خان هم ورته مبارکي ورکړې ده.

راشد خان د هارديک پانډيا سره ګډ عکس په ټويټر کې خپور کړى او هغه ته يې ليکلي: ((ورور جانه کليزه دې ډېره ډېره مبارک شه. راروان کال دې درته له برياوو ډک وي.))


هارديک پانډيا د هند لپاره په ٢٠١٦ کال کې په لومړي ځل د نيوزيلېنډ پر وړاندې نړيواله يو ورځنۍ او د اسټراليا پر وړاندې نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې. همدا راز په ٢٠١٧ کال کې يې بيا د سريلانکا پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم ګډون وکړ.

هارديک پانډيا

هغه تراوسه پورې ١١ ټېسټ، ٥٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په ټېسټ لوبو کې د ٣١.٢٩ په اوسط ٥٣٢، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ٢٩.٩٠ په اوسط ٩٥٧ او د ١٦.٣١ په اوسط او ١٤٧.٦١ په سټرايک رېټ سره په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٣١٠ منډې کړې دي.

همدا راز نوموړي په ټېسټ کې ١٧، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٥٤ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٣٨ ويکټې ترلاسه کړې دي. هغه د ټېسټ په يوه لوبه کې د ٥٠ منډو په بدل کې ٦، د نړيوالې يو ورځنۍ لوبه کې د ٣١ منډو په بدل کې ٣ او په نړيواله شل اوريزه لوبه کې د ٣٨ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي دي.

هارديک پانډيا

هارديک پانډيا له سربيايي نڅاګرې، موډلې او اداکارې نتاشا سره واده کړى دى، چې په نږدې وخت کې د دواړو يو ماشوم هم زېږېدلى دى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar