د مس عينک زون له لوري حسيب الله او ظاهر خان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د سپين غر پر وړاندې يې خپله لوبډله د ٣٧ منډو په توپير بريا ته ورسوله.
د غازي امان الله خان جام يو ورځنۍ سياليو په لړ کې نن د مس عينک زون او سپين غر زون لوبډلو ترمنځ په کندهار کې لوبه ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې سپين غر زون پچه وګټله او لومړى يې د مس عينک زون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
مس عينک زون په ٤٨.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې غمي ځدراڼ ٥٧، رحمت شاه ٢٨، رحيم منګل ١٩ او شاهدالله ١٧ منډې وکړې.
د سپين غر زون له لوري سميع الله شينواري په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، افتاب عالم او قېس احمد ٢-٢ او فريد احمد او طارق ستانکزي ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٨٣ منډو د هدف په تعقيب د مس عينک زون لوبډله په توپوهنه کې ناکامه شوه او په ٣٤.١ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ١٤٥ منډو وسوځېده، چې د ٣٧ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دوى له لوري قېس احمد ٣٥، عثمان غني ١٨، بهير شاه ١٨ او فريد احمد ١٦ منډې ترلاسه کړې.
د مس عينک زون له لوري حسيب الله تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ظاهر خان ٣ او يوسف ځاځي ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حسيب الله ته ورکړل شوه. د يادولو وړ ده چې دا د حسيب الله لومړنۍ ليسټ اې لوبه وه.
د غازي امان الله خان جام يو ورځنۍ سياليو کې به سبا (د اکتوبر په ١٢مه نېټه) د بوست زون او امو زون ترمنځ په کندهار کې لوبه ترسره شي.