کورپاڼه / خبرونه / اى سي سي د افغان کوچنيو نجونو د کرکټ عکسونه خپاره کړي
نجونو کرکټ ٣

اى سي سي د افغان کوچنيو نجونو د کرکټ عکسونه خپاره کړي

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د افغان کوچنيو نجونو د کرکټ ځينې عکسونه خپاره کړي دي، چې دا عکسونه خلکو ډېر خوښ کړي او ډېرې تبصرې پرې شوې دي.

نن په ټوله نړۍ کې د کوچنيو نجونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي، چې په همدې مناسبت سره د کرکټ نړيوالې شورا هم د افغان کوچنيو نجونو د کرکټ دا عکسونه خپاره کړي دي.

نجونو کرکټ ١

اى سي سي له دې عکسونو سره په کېپشن کې ليکلي دي، چې دوى توپ اچونه، توپوهنه او ډګر ساتنه کولاى شي، دوى خوبونه ويني او دوى نور متاثره کوي.

همدا راز د نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت سره يې ورسره هشټاګ هم ليکلى دى او د افغانستان کرکټ بورډ د فېسبوکپاڼه يې هم ورسره مينشن کړې ده، چې دا عکسونه ورته د افغانستان کرکټ بورډ له لوري لېږل شوي دي.

نجونو کرکټ ٢

په دې عکسونو کې ليدل کېږي، چې ځينې کوچنۍ نجونې چې ټولو تور کالي اغوستي دي، په يو سيمنټي پيچ باندې کرکټ کوي. په دې څلورو عکسونو کې بيا يوه نجلۍ تر ټولو ډېره ښکاري، چې په ځينو عکسونو کې توپ اچونه او ځينو کې توپوهنه کوي.

نجونو کرکټ ٣

په يو عکس کې ليدل کېږي، چې لوبڅاره بيا په ځمکه ناسته ده، چې خلکو په دې عکس ډېرې تبصرې کړې دي. ځينو ورته ليکلي دي چې لوبڅاره له ستړيا وروسته ناسته ده.

نجونو کرکټ ٤

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د افغان ښځينه ملي لوبډلې د جوړولو لپاره هم کارونه چټک کړي دي. کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و، چې فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د ښځو څانګې مسوولې ته ويلي دي، چې بايد د ښځينه کرکټ لپاره چارې لا ګړندۍ شي او ځينې تکړه ښځينه لوبغاړو ته به قراردادونه هم ورکړي او مياشتيني معاشونه به ورته وټاکل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سنجيده اسلام

د بنګله دېش ملي لوبډلې لوبغاړې د ناوې په جوړه کې مېدان ته کوزه شوه

د بنګله دېش کرکټ ښځينه لوبډلې لوبغاړې سنجيده اسلام د ناوې په جوړه کې د …