کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ريان پرګ او راهول ټيواټيا د حېدراباد هيلې لاهو کړې، يو ځل بيا راجستان زبردسته لوبه وګټله
راهول ټيواټيا

ريان پرګ او راهول ټيواټيا د حېدراباد هيلې لاهو کړې، يو ځل بيا راجستان زبردسته لوبه وګټله

د راجستان رايلز لوبډلې له لوري ريان پرګ او راهول ټيواټيا په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې بايللې لوبه يې راجستان رايلز لوبډلې ته وګټله.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٦مه لوپه د سنرايزرز حېدراباد او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سنرايزرز حېدراباد په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې منيش پانډى د ٣ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٤٤ توپونو ٥٤ منډې وکړې، همدا راز ډيويډ وارنر د ٢ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٤٨ منډې وکړې او کين ويليمسن په په ١٢ توپونو ٢٢ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر، کارتيک تياګي او جېديو انداکت ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥٩ منډو هدف په تعقيب د راجستان رايلز لوبډلې ډېر کمزورى پيل وکړ، چې په ١٢ اورونو کې يې ٥ لوپغاړي سوځېدلي او ٧٨ منډې يې کړې وې، خو له هغه وروسته ريان پرګ او راهول ټيواټيا توپوهنې ته ودرېدل، چې دواړو چټکه توپوهنه پيل او راجستان رايلز يې په وروستي اور کې بريالۍ کړه.

راجستان رايلز ياد هدف په ١٩.٥ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځه ويکټو په توپير يې ستره بريا خپله کړه.

د دوى له لوري راهول ټيواټيا د ٢ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٢٨ توپونو ٤٥ ناسوځېدلې او ريان پرګ د ٢ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٢٦ توپونو ٤٢ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. همدا راز سنجو سمسون هم ٢٦ منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري راشد خان او خليل احمد ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راهول ټيواټيا ته ورکړل شوه.

نن د اى پي ايل بله لوبه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …