کورپاڼه / بېلا بېل / هغه هندى ومړ، چې د ډونالډ ټرمپ عبادت يې کاوه
د ټرمپ مينه وال

هغه هندى ومړ، چې د ډونالډ ټرمپ عبادت يې کاوه

د هند هغه اوسېدونکى ومړ، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت به يې کاوه او ويل کېږي چې د ډونالډ ټرمپ تر ټولو ستر مينه هم وال و.

هندي رسنۍ وايي، چې بوسه کرشنا د هند په تلنګانه کې اوسېده، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عبادت به يې کاوه او د هغه يو بت يې جوړ کړى و، چې د عبادت لپاره يې ورته ځانګړى ځاى هم جوړ کړى و.

بوسه کرشنا تېر کال د خپل کور بهر د ډونالډ ټرمپ ٥ فوټه لويه مجسمه جوړه کړې وه، چې هغه به ورته باقاعده عبادت کاوه او د ټرمپ د لوى عمر لپاره به يې هم ځانګړي مراسم ترسره کول.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې بوسه کرشنا به د ډونالډ ټرمپ يو عکس هر وخت له ځان سره هم ساتلو. هغه به ويل چې د ډونالډ ټرمپ دومره ستر مينه وال دى، چې په نړۍ کې به بل څوک نه وي.


بوسه کرشنا په خپل کلي هم د ډونالډ ټرمپ په نوم پېژندل کېده او د هغه کور ته به خلکو د ټرمپ کور ويل، هغه به د ډونالډ ټرمپ مجسمې ته شيدې وروړې او په شيدو به يې وينځله.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې په وروستي ځل د هند په سفر تللى و، نو بوسه کرشنا د هند حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د ډونالډ ټرمپ سره د ليدنې زمينه دې ورته برابره کړي.

په دې وروستيو کې چې کله د امريکا ولسمشر د کورونا ټېسټ مثبت راغلى و، نو بوسه کرشنا پرې ډېر سخت خپه و او د هغه د روغتيا لپاره به يې د هغه لپاره په جوړ کړي عبادتځى کې دعاګانې کولې.

٣٣ کلن بوسه کرشنا په هند کې د ډونالډ ټرمپ د ستر مينه وال په نوم ډېر مشهور شوى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهین آسمایي لوبډلې د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي په خپل نوم کړه

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي د پنځم ځل لپاره د شاهین اسمایي …