کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کوانټين ډي کوک او سوريا کمار يادو ممبۍ انډينز بريا ته ورسوله
کوانټين ډي کوک

کوانټين ډي کوک او سوريا کمار يادو ممبۍ انډينز بريا ته ورسوله

د ممبۍ انډينز له لوري کوانټين ډي کوک او سوريا کمار يادو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د ممبۍ انډينز لوبډلې ته يې په ٥ ويکټو بريا ور په برخه کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٧مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ نن د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيکر دهون ٦٩ ناسوځېدلې او لوبډلمشر شرياس اير ٤٢ منډې ترلاسه کړې.

د ممبۍ انډينز له لوري کرونال پانډيا ٢ او ټرينټ بولټ ١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٣ منډو هدف د ممبۍ انډينز لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځه ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري کوانټين ډي کوک او سوريا کمار يادو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې دواړو ٥٣-٥٣ منډې ترلاسه کړې. همدا راز ايشان کشن هم ٢٨ منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري کاګيسو رباډا ٢، اکشر پټيل، ار اشوين او مارکوس سټوينيس ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کوانټين ډي کوک ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهمه ونډه ترلاسه کړه.

ممبۍ انډينز په نننۍ لوبه کې د بريا ترلاسه کولو سره په ٧ لوبو کې پنځه برياوې خپلې کړې او په جدول کې لومړي مقام ته لاړه، همدا راز ډيلي کاپيټلز هم بيا په ٧ لوبو کې پنځه برياوې خپلې کړې دي او د ١٠ نومرو سره په جدول کې په دويم مقام کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ١٢مه نېټه به د اى پي ايل ٢٨مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …