کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن ماښام د ای پي ایل په ۲۸مه لوبه کې کلکته او بنګلور سره مخ کېږي

نن ماښام د ای پي ایل په ۲۸مه لوبه کې کلکته او بنګلور سره مخ کېږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په ۲۸مه لوبه کې نن ماښام شپږ نیمي بجې کلکته نایټرایډرز او رویالز چېلېنجر بنګلور لوبډله په سیالۍ کې سره مخ کې کیږي.

د هند په غوره لیګ کې نن ماښام شپږ نیمي بجې دا سیالي په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

بنګلور او کلکتې لوبډلې سږکال هم په ای پي ایل سیالیو کې په پرله پسې توګه د بریاو پیل کړی دی کلکتې لوبډلې په شپږو لوبو کې ۴ ګټلي او د نمرو په جدول کې دریم مقام لري، همداراز بیا بنګلور هم په شپږو سیالیو کې ۴ ګټلي، خو د نمرو په جدول کې څلورم مقام ګټلی دی.

که یاده سیالي کلکته یاهم بنګلور لوبډله په ښه رن ریټ سره وګټي مستقیمآ کولی شي چې د نمرو په جدول کې تر دوهم یا هم لومړي مقامه پورې ورسیږي.

د بنګلور لوبډلې کپتاني د هندۍ لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي په غاړه ده، نوموړي د تېر کال په پرتله سږکال په ای پي ایل سیالیو کې ښه کپتاني روانه کړې .

د بنګلور په لوبډله کې د ویرات کوهلي ترڅنګ د نړۍ نور بهترین لوبغاړي، ای بي ډیویلیرز، ارون فینچ، کرېس مورېس، چهال او نور لوبغاړي هم شتون لري.

د کلکتې په لوبډله کې بیا کپتان دنېش کارتېک، انډري رسل، شوبمن ګېل، پاټ کمېنس، ایوین مورګن، نېتېش رانا او د سونېل نارین په شان بهترین لوبغاړي لوبیږي.

په ای پي ایل سیالیو کې دواړه لوبډلې نوملړونو ته په کتو سره ښه جوړښت لري، همداراز د نن لوبې لوبغالی هم د نورو په پرتله ډیر کوچنی دی ممکن د کرکت مینه وال د یوې سترې لوبې شاهدان اوسي.

ای پي ایل سیالۍ چې هر کال په هند کې ترسره کېدلې سږکال د کرونا ویروس د چټکې پراختیا له کبله په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي دي.

د ای پي ایل سیالیو سږنۍ لوبې همداراز د ننداره چیانو پرته روانې دي د کرونا د خطر له ویرې د هند کرکټ بورډ د کرکټ مینه والو ته اجازت نه ورکوي، څو لوبه له نږدې په لوبغالي کې ننداره کړي.

 

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

راجستان رايلز او چيناى سوپر کنګز

اى پي ايل ٣٧مه لوبه: نن به چيناى او راجستان خپل بخت وازمايي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٧مه لوبه نن د چيناى سوپر کنګز …