کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان په وروستیو ۵ لوبو کې ۸۵ منډې ورکړي او ۹ لوبغاړي یې سوځولي

راشد خان په وروستیو ۵ لوبو کې ۸۵ منډې ورکړي او ۹ لوبغاړي یې سوځولي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهوره ورو توپ اچوونکي راشد خان په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایزرز لوبډلې لپاره خپله جادوګره توپ اچونه روانه کړې ده.

راشد خان سږکال هم د سنرایزرز حیدراباد لپاره په مهمو لوبو کې بریاوې ترلاسه کړي دي.

افغان بالر راشد خان چې اوس مهال د نړۍ په هر لیګ کې د یو سوپر سټار په توګه لوبیږي په همدې ډول یې ځان هم ثابت کړی دی.

راشد خان د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره په وروستیو پنځو لوبو کې نهه لوبغاړي سوځولي دي او هم یې په ۲۰ اورونو کې په ښې ایکانومۍ سره ۸۵ منډې ورکړي دي.

د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې په روان ای پي ایل لیګ یوازې درې بریاوې ترلاسه کړي دي چې په دې کې تر ټولو ښه رول راشد خان لوبولی دی.

راشد خان چې د روان ای پي ایل لیګ دریم مخکښ بالر بلل کیږي د کرکت نړۍ مبصرین یې په ستاینو بوخت دي.

افغان بالر راشد خان د سنرایزرز په لوبډله کې د یوه ارزښتناکه توپ اچوونکي په توګه لوبیږي چې د لوبډلې تر تولو ډیر باور یې هم ترلاسه کړی دی.

راشد خان د ای پی ایل لیګ په خپلې دویمه لوبه کې یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو دریمه لوبه کې په څلورو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او درې مهم لوبغاړي وسوځول ، په خپله څلورمه لوبه کې ۴ اورونو کې ۱۲ منډې پرته له ویکټې ورکړې.

راشد خان په پنځمه لوبه کې بیا په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه، همداراز یې په ۶مه لوبه کې په ۴ اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او درې ویکتې ترلاسه کړې، په خپلې اوومه لوبه کې هم د ۲۵ منډو په ورکړې سره دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د سنرایزرز لوبډله په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فسبوک هم د راشد خان په ستاینه نه مړیږي، دوی تل د افغان جادوګر توپ اچوونکي ستاینه کوي.

د راشد خان ترڅنګ د سنرایزرز لوبډلې سره بل افغان توپ اچوونکی محمد نبي هم لوبیږي، خو لا هم په پرله پسې لوبو کې نه دی لوبیدلی او یوازې یوه لوبه یې کړې ده.

د یادولو ده چې د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي دي چې نن ماښام به یې ۲۸مه لوبه د کلکتې او بنګلور ترمنځ ترسره شي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …