کورپاڼه / خبرونه / ګوګل انوشکا شرما د راشد خان مېرمن ګڼي، خو کیسه څه ده؟

ګوګل انوشکا شرما د راشد خان مېرمن ګڼي، خو کیسه څه ده؟

په ګوګل کې د راشد خان د مېرمنې په اړه پوښتنه کول یا هم لیکل چې ( rashid khan wife ) د دې جملې سره سم د انوشکا شرما انځور او نوم مخ ته راځي چې ګواکې د افعان لوبغاړي راشد خان مېرمن ده.

د بالیووډ مشهوره فلمي ستورې انوشکا شرما چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې او په ای پي ایل لیګ کې د بنګلور لوبډلې د کپتان ویرات کوهلي مېرمن بلل کیږي، په ګوګل کې د راشد خان د میرمنې د سرچ کېدلو سره سم د نوموړې نوم راځي.

د هندۍ رسنیو د راپورونو پر بنسټ د راشد خان مېرمنې په توګه په ګوګل کې د انوشکا شرما نوم ځکه ډیر مخ ته راځي چې نوموړي په ډیرو مرکو کې پریټي زېنټا او انوشکا شرما د خپلې خوښې فلمي ستورې یادې کړی دي.

ډیری هندوان په دې باوري دي چې د راشد خان او انوشکا شرما ترمنځ خپلمنځي اړیکه شته، خو راشد خان بیا یوازې د خوښې وړ فلمي ستورې نومولې ده.

ورو توپ اچوونکی راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ستوری بلل کیږي چې دا مهال یې نوم په نړیواله کچه ستر شهرت لري او د کرکټ مینه وال یې د کرکټ په ډګر کې د سوپر سټار په توګه پیژني.

راشد خان نه یوازې چې یو ښه کرکټر دی، بلکې یو ښه انسان هم دی چې په دې توګه په هیواد او له هیواده بهر نورو ځایونو کې ډیر مینه وال لري.

راشد خان تر دامهاله ۲۲ کاله عمر لري نوموړي لاهم واده نه دی کړی، د راشد پر وینا په راتلونکي پنځو کلونو کې یې ګډ ژوند جوړولو ته پلان نشته دی.

راشد خان د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د نړۍ په سترو تجارتي لیګونو کې هم لوبیږي چې له همدې کبله د نړۍ په هر کونج کې خپل مینه وال لري.

د راشد خان او انوشکا شرما کیسه هم وروسته له هغې راپورته شوه چې نوموړي د هند په غوره لیګ ای پي ایل سیالیو کې د سنرایزرز لپاره غوره توپ اچونه کړې ده.

راشد خان تر دا مهاله د افغانستان لپاره ۴ ټېسټ لوبې، ۷۱ یو ورځنۍ ، ۴۸ شل اوریزې لوبې کړي دي او همداراز یې ۵۳ نورې شل اوریزې لوبې په ای پي ایل سیالیو کې ترسره کړي دي.

راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې ۱۳۳ ویکټې، ټېسټ کې ۲۳، شل اوریزو لوبو کې ۸۹ او ای پي ایل سیالیو کې بیا ۶۵ ویکټې اخیستی دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …