کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د جاوید احمدي سلیزې امو لوبډله بریالۍ کړه

د جاوید احمدي سلیزې امو لوبډله بریالۍ کړه

د زونونو په کچه په کندهار کې د غازي امان الله خان په نامه د پیل شویو لېسټ اې لوبو په دریمه لوبه کې د امو لوبډلې کپتان جاوید احمدي سلیزه ووهله او خپلې لوبډلې ته یې له بوست لوبډلې لوبه وګټله.

د لېسټ اې لوبو دریمه سیالي نن د امو نهنګانو لوبډلې د اووه ویکتو په توپیر له بوست لوبډلې وګټله چې په دې سره یې په دغو سیالیو کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

په دغې لوبه کې پچه د امو لوبډلې وګټله، خو د توپ وهنې بلنه یې د بوست لوبډلې ته ورکړه بوست په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امو لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

د بوست لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې احسان الله جنت ۷۰ منډې ناصر جمال ۶۹ او منیر احمد کاکړ بیا ۴۸ منډې په وروستیو کې د خپلې لوبډلې لپاره وکړې.

د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ننګیالي خروټي دوه ویکټې او شرف الدین اشرف بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

د بوست لوبډلې ټاکل شوی د ۲۱۷ منډو هدف امو په ۴۶م اور کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په یاده سیالۍ کې بریا ترلاسه کړه.

د امو نهنګانو لوبډلې لپاره کپتان جاوید احمدي په زړه پورې توپ وهنه وکړه، نوموړي په ۱۳۰ توپونو باندې ۱۲۵ ناسوځېدلې منډې د ۱۱ څلوریزو او ۲ شپږیزو پرمټ وکړې.

د امو لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې افسر ځاځي ۱۹ او عبدالمالک هم ۲۱ منډې وکړې.

د بوست لوبډلې لپاره محمد عالم او یامین احمدزي یوه- یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو لوبډلې لوبه بایلوده.

د ا سیالي په اووه ویکټو د امو لوبډلې وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د امو لوبډلې کپتان جاوید احمدي وټاکل شو نوموړي په نن لوبه کې سلیزه ووهله.

د یادولو ده چې لېسټ اې لوبې په کندهار ولایت کې د زونونو په کچه د روانې اکتوبر میاشتې په لسمه نېټه پیل شوي دي چې تر ۲۳ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …