کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام په ۲۸مه لوبه کې همدا شېبه د رویالز چېلېنجرز بنګلور لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

همدا شېبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د ای پي ایل سیالیو ۲۸مه لوبه د کلکته نایټرایډرز لوبډلې او بنګلور ترمنځ پیل شوې ده.

په دغې لوبه کې د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د شارجه کرکټ لوبغالي ویشتنځای ته په کتو سره د ویرات کوهلی پرېکړه مبصرینو سمه بللې ده.

د بنګلور په یوولس کسیزه لوبډله کې د کپتان ویرات کوهلي ترڅنګ، ارون فېنچ، ای بي ډیویلیرز، کرېس مورېس، واشېنګټن، چهال، محمد سراج، اودانا، شیوام ډوب، پډیکال او نویدیپ سایني شامل دي.

د کلکتې په یوولس کسیزه لوبډله کې بیا د کپتان دنېش کارتېک په شمول، راهول ټرایپاټي، شوبمن ګېل، نېتېش رانا، ټام بانټون، ایوین مورګن، انډري رسل، پاټ کمېنس، ناګارکوټي، کرېشنا او وارن شامل دي.

دواړه لوبډلې د ای پي ایل لیګ مخکښې لوبډلې بلل کیږي چې د نمرو په جدول کې په دریم او څلورم مقام کې ځای لري.

کلکتې لوبډلې په سږنیو ای پي ایل سیالیو کې تر دا مهاله شپږ لوبې ترسره کړي دي چې پکې ۴ بریاوې ترلاسه کړي دي او دوه سیالۍ یې بایللي دي، د نمرو په جدول کې هم دریم ځای خپل کړی دی چې ۸ نمرې لري.

بنګلور لوبډلې بیا د نمرو په جدول کې څلورم ځای خپل کړی دی، دوی هم په شپږو لوبو کې څلور ګټلي دي دوه یې بایللي دي او په جدول کې ۸ نمرې ترلاسه کړي دي.

که چېرې په نن لوبه کې یوه لوبډله په ښه رن رېټ بریا ترلاسه کړي امکان لري چې تر دوهم یاهم لومړي مقام پورې ورسیږي.

تر اوسه پورې د نمرو په جدول کې ممبیي لومړی ځای خپل کړی دی، دوی په ۷ سیالیو کې پنځه ګټلی دي ۱۰ نمرې ترلاسه کړي دي، همداراز ډهلی هم په ۷ لوبو کې پنځه لوبې ګټلي دي او ۱۰ نمرې ترلاسه کړي دي.

د کلکتې او بنګلور ترمنځ بیا په وروستیو پنځو لوبو کې څلور بریاوې کلکتې ترلاسه کړي دي او یوازې یوه لوبه د بنګلور لوبډلې پکې ګټلې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

نن ماښام د ای پي ایل ۲۹مه لوبه د حیدراباد او چینای ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام ۲۹مه لوبه نن د اکتوبر …