کورپاڼه / خبرونه / سنيل ګواسکر: د اى پي ايل هره لوبډله د راشد خان د اخيستلو ارمان کوي

سنيل ګواسکر: د اى پي ايل هره لوبډله د راشد خان د اخيستلو ارمان کوي

د هندۍ لوبډلې پخوانی کپتان سنیل ګواسکر د هند په غوره لیګ ای پي ایل سیالیو کې د افعان مشهوره ورو توپ اچوونکي راشد خان ستاینه کړې ده چې ګواکې د لیګ هره لوبډله د راشد خان درلودلو ارمان لري.

ګواسکر چې د خپل وخت بهترینه کرکټر پاتې شوی دی وایي، راشد خان داسې یو بالر دی چې د ای پي ایل لیګ ټولې لوبډلې یې د لرلو ارمان لري.

سنیل ګواسکر چې د راشد خان ټولې لوبې څارلي دي د یوې پوښتنې په شکل یې ویلی دي که چېرې تاسې د ټولو لوبډلو له لوبډلمشرانو پوښتنه وکړئ چې غوره ګڼۍ کوم توپ اچوونکی دې په لوبډله کې درسره وي،نو باوري یم چې هر یو به د راشد خان غوښتونکی وي.

د ګواسکر په وینا راشد سږکال د اماراتو په ویشتنځایونو هم خپلې جادوګرې توپ اچونې ته دوام ورکړی دی چې له امله یې هره لوبډله د هغه لرلو ارمان کوي .

سنیل ګواسکر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې افغان توپ اچوونکي راشد خان په تېرو پنځو لوبو کې د سنرایزرز لوبډلې لپاره نهه لړبغاړي وسوځول.

راشد خان نه یوازې داچې په دغو پنځو لوبو کې مهمې ویکټې اخیستې، بلکې نوموړي غوره او تر ټولو ډیر اقتصادې بالېنګ هم روان کړی دی .

سږکال هم د ای پی ایل سیالیو پر مهال د افعان لوبغاړي راشد خان په اړه د کرکت نړۍ ډیری مبصرین څرګندونې کوي، دوي د سنرایزرز لوبډلې لپاره د راشد خان شتون تر ټولو ارزښتناکه بللی دی.

راشد خان د سنرایزرز لوبډلې لپاره د یو سوپر سټار په توګه لوبیږي چې په ښو لوبو کولو سره یې د کرکټ مینه والو زړونه خپل کړي دي.

سنرایزرز حیدراباد لوبډله هم د راشد خان په ستاینو نه مړیږي دوی تل د افعان بالر ستاینه په ټولنیزو رسنیو د ټویټر او فسبوک له لاري کوي.

د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله وایي، دوی بختور دي چې راشد خان له ځانه سره لري او پر مټ یې ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ميليون جام تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د ميليون جام ليګ تنظيموونکي …