کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن ماښام د ای پي ایل ۲۹مه لوبه د حیدراباد او چینای ترمنځ ترسره کیږي

نن ماښام د ای پي ایل ۲۹مه لوبه د حیدراباد او چینای ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام ۲۹مه لوبه نن د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه ماښام شپږ نیمي بجې د سنرایزرز حیدر اباد او چینای سوپر کینګز ترمنځ ترسره کیږي.

دغه لوبه د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سنرازرز حیدراباد او چینای سوپر کینګز ترمنځ ترسره کیږي.

چینای سوپر کینیګز په روان لیګ کې پرله پسې لوبې بایللې دي، دوی په اووه سیالیو کې یوازې دوه ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې اووم ځای خپل کړی دی.

همداراز سنرایزرز حیدراباد لوبډلې بیا د لیګ په اووه لوبو کې یوازې درې ګټلي دي چې د نمرو په جدول کې شپږم ځای خپل کړی دی.

دواړه لوبډلې د لیګ په وروستیو کې قرار لري، غواړي په نن لوبه کې په ښه رن ریټ سره یوه لوبډله بری ترلاسه کړي، څو د نمرو په جدول کې مخ ته لاړ شي.

د چینای سوپر کینګز کپتاني د ایم ایس ډوهني په غاړه ده او د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې کپتاني بیا د اسټرالیاوي لوبغاړي ډیویډ وارنر په غاړه ده.

د چینای سوپر کینګز احتمالي لوبډله:

کپتان ایم ایس ډوهني، شین واټسن، فاف ډوپلیسیس، امبته رایډیو، جاګدېسن، رویندر جدیجا، سام کرن، ډوین براو، ډیپک چهار، شرډول ټکور، او کرن شرما.

د سنرایزرز حیدراباد احتمالي لوبډله:

پتان ډیویډ وارنر، کین ویلیمسن، جاني بیرسټو، منېش پنډیا،ابیشک شرما، راشد خان، ویجی شهنکر، پرایم ګارګ سندیپ شرما، خلیل احمد/ باسیل، او ناتراجن.

د احتمال له مخې شاید پورتني لوبغاړي په نننۍ سیالۍ کې د دواړو لوبډلو سره په ۱۱کسیز جوړښت کې ولوبیږي.

که همدې ۱۱ لوبغاړو ته د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د سنرایزرز لوبډله چانس ورکړي، نو په دې ترتیب به نن هم محمد نبي ته چانس ورنه کړل شي.

خو بل افغان لوبغاړی راشد خان به له دوی سره په لوبه کې حتمي ولوبیږي، د سنرایزرز لوبډلې هم د راشد خان په لرلو سره ویاړ ښودلی دی ځکه چې په تېرو دریو بریاو کې ورته ښه رول لوبولی دی.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام په ۲۸مه لوبه کې همدا …