کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سږني ای پي ایل لیګ غوره ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

د سږني ای پي ایل لیګ غوره ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالۍ چې د سپټمبر پر ۱۹مه نېټه پیل شوي دي تر اوسه یې ۲۸ سیالۍ ترسره شوي دي چې هرې لوبډلې پکې ۷ لوبې کړي دي.

د تېرو کلونو په شان سږکال هم د لوبغاړو کارکرده ګۍ ته په کتو سره غوره توپ وهوونکو او ویکټ اخیستونکو ته درجه بندي په نظر کې نیول شوې ده.

سږکال د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په څلورو غوره ویکټ اخیستونکو لوبغاړو کې تر اوسه یو افغان لوبغاړی راشد خان شامل دی چې په دغې نوملړ کې ورځ تر بلې مخکې تګ کوي.

د لوبغاړو لوبو ته په کتو سره هره ورځ دا نوملړ تغیرات کوي یو شمېر لوبغاړي پکې پرمختګ کوي، خو یو شمېر یې بیا د خرابو لوبو کولو له امله وروسته راځي.

د ای پی ایل لیګ د ۲۸مې لوبې پورې تر دې دمه لومړنی توپ اچوونکی د سویلي افریقا چټک بالر کاګیسو رباډا دی چې د ډهلي لوبډلې لپاره یې په خپلو ۷ لوبو کې ۱۷ لوبغاړي سوځولي دي.

په دوهم ځای کې بیا د هندۍ لوبډلې لوبغاړی او په ای پي ایل لیګ کې د ممبیي لوبډلې چټک توپ اچوونکی جسپریټ بومرا قرار لري نوموړي په خپلو ۷ سیالیو کې یوولس ویکټې ترلاسه کړي دي.

د سږنیو ای پی ایل سیالیو دریم مخکښ توپ اچوونکی بیا د نیوزیلینډ لوبغاړی ټرین بولټ دی چې په ۷ سیالیو کې ټوټل ۱۱ لوبغاړي د ممبیي لپاره سوځولي دي.

همداراز بیا د ای پي ایل سیالیو څلورم مخکښ توپ اچوونکی افغان بالر راشد خان دی چې په ۷ سیالیو کې ۱۰ لوبغاړي د سنرایزرز لوبډلې لپاره سوځولي دي.

نن ماښام د ای پی ایل لیګ په دوام په ۲۹مه لوبه کې بیا د سنرایزرز حیدر اباد او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره کیږي .

که چېرې راشد خان په دغې لوبه کې دوه ویکټې واخلی نو په دې سره به د غوره ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په لېست کې دوهم ځای خپل کړي.

که چېرې افغان لوبغاړی راشد خان یوه ویکټ هم واخلي بیا نو ایکانومۍ ته په کتو سره دوهم یاهم دریم ځای خپلولی شي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …