کورپاڼه / خبرونه / پنځم پړاو میلیون لیګ په نومبر میاشت کې پیلیږي

پنځم پړاو میلیون لیګ په نومبر میاشت کې پیلیږي

د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې له شپږیزې کرکټ لیګ وروسته ميليون جام کرکټ ليګ سیالۍ په نومبر میاشت کې خوست ولایت کې پیلیږي.

د معلوماتو له مخې د میلیون لیګ سیالیو ژوندی بهیر به د لمر ټلویزیون په پرده د کرکت مینه والو ته وښودل شي.

د معلوماتو له مخې سږکال د میلیون لیګ سیالۍ د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ چټک توپ اچوونکي شاپور ځدران په نوښت له درې کلن ځنډ وروسته پیلیږي.

د سږکال میلیون لیګ لپاره به مناسبې لوبډلې جوړې شي او په پانګه والو به وپلورل شي، د تېرو کلونو په پرتله به سږکال میلیون لیګ په نوې بڼه د ملي لوبغاړو په شتون کې په خوست ولایت کې پیل شي.

نن به د دغو سیالیو د ژوندي خپراوي په موخه د لمر ټلویزیون سره تړون هم لاسلیک کړی شي.

د شپږیزې کرکټ لیګ په شان به میلیون لیګ ته هم د ډرافټ له لارې لوبغاړي واخیستل شي.

میلیون لیګ څو کاله وړاندې په کابل کې د لومړي ځل لپاره پیل شوی و، خو په ۲۰۱۶م کال کې له ځنډ سره مخ شو او په ۲۰۱۷م کال کې د بورډ د وخت چیرمین عاطف مشعل له لوري بیرته اجازت ورکړل شوه .

په ۲۰۱۷ م کال کې د میلیون لیګ څلورم پړاو د عاطف مشعل په وخت کې ترسره شو، خو د مشعل له لیرې کېدلو سره سم یاد لیګ له هغې وروسته تر ۲۰۲۰م کاله پورې له ځنډ سره مخ شو.

د میلیون لیګ پنځم پړاو ته سږکال په ۲۰۲۰م کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري هم اجازت ورکړل شوې.

سږکال به د نورو کلونو په توپیر میلیون لیګ سیالۍ په خوست ولایت کې ترسره شي او همداراز به ګڼ شمېر د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي پکې ولوبیږي.

میلیون لیګ په خپل وخت کې د افغانستان د کورني کرکټ د پیاوړي کېدلو لپاره تر تولو غوره سیالۍ وې چې له مخې ډیرو مهمو لوبغاړو پکې خپلې وړتیاوې وښودلې.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …