د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې سپین غر لوبډلې د ۴۴ منډو په توپیر سره خپله دوهمه پرله پسې ماتې هم ومنله.
د لېسټ اې سیالیو په څلورمه لوبه کې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د بند امیر لوبډلې سپین غر ته په ټاکل شویو پنځوسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۷۸ منډو ستر هدف وټاکه چې دفاع یې هم ترې وکړه.
د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې دروېش رسولي ۱۰۶، کریم جنت ۵۲ او حضرت الله ځاځي ۴۷ منډې وکړې.
د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې یوازې باطن شاه او طاهر عادل دوه- دوه لوبغاړي وسوځول.
سپین غر لوبډلې د بند امیر لوبډلې د هدف په ځواب کې ۲۳۳ منډې وکړې او سیالي یې د ۴۴ منډو په توپیر بند امیر لوبډلې ته بایلوده.
د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ځوان لوبغاړي زوبید اکبري ۷۸، طارق ستانکزي ۶۱او سمیع الله شینواري په وروستیو کې ۲۳ منډې وکړې، خو لوبډلې لوبه بایلوده.
د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې نوین الحق، امیر حمزه هوتک، کریم جنت دوه-دوه لوبغاړي وسوځول او همداراز نجات مسعود بیا درې ویکټې ترلاسه کړې.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه دروېش رسولي ترلاسه کړه چې په نن لوبه کې سلیزه وهلې وه.
لېسټ اې سیالۍ د افغانستان د کورني کرکټ ترټولو سترې لوبې دي چې ټول لګښت یې د ای سي سي له لوري ورکول کېږي.
د یادونې وړده چې سبا به د لېست اې سیالیو په پنځمه لوبه کې د امو لوبډله د مس عینک پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.