کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د نجيب تره کي کورنۍ سره مرسته او ورور ته يې دنده ورکوي

کرکټ بورډ د نجيب تره کي کورنۍ سره مرسته او ورور ته يې دنده ورکوي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د وفات شوي لوبغاړي نجیب الله تره کي کورنۍ سره به د کرکټ بورډ ادارې له لورۍ هره میاشت مالي مرسته وشي او هم به د نجیب تره کي ورور ته په کرکټ بورډ کې دنده ورکړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلی دي چې د کرکټ بورډ مشرانو نن د یوې ناستې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به په اوږد مهاله توګه د نجیب الله تره کي له کورنۍ، میرمنې او بچیانو سره ټاکلې اندازه مالي مرسته وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د نجیب الله تره کي ورور تر ماسټرۍ کچې پورې زده کړي کړي دي چې له همدې کبله به د بورډ په یوې څانګه کې په دنده وګمارل شي.

نجیب تره کی دوه اونۍ وړاندې د یوې ټرافیکي پېښې په ترڅ کې په حق ورسېد چې له امله یې ملي او بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ افغان ولس خواشیني څرګنده کړه.

څو ورځې وړاندې د نجیب تره کي د فاتحې په مراسمو کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشرانو او ملي لوبغاړو ګډون کړی و چې پکې د نجیب تره کي کورنيو غړو له کرکټ بورډ څخه د مالي مرستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د نجیب الله تره کي د کورنیو او د کرکټ مینه والو له غوښتنو وروسته دا اقدام وکړ.

نجیب تره کی له مړیني وړاندې په شپږیزه کرکټ لیګ کې هم د فېلډینګ پر مهال په سر سخت ټپی شوی و.

د شواهدو له مخې په لومړیو کې د نجیب الله تره کي په درملنه کې د افغانستان کرکټ بورډ پاتې راغلی و چې له امله یې د نجیب دماغو سخت ټکانونه خوړلي و.

نجیب الله تره کی د افغانستان په کرکټرانو کې د ښو اخلاقو او لوړ استعداد خاوند و، خو په خپل شپږ کلن کرکټ کې یوازې ۱۲شل اوریزې او یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

د یادولو ده چې نجیب الله تره کی د افغانستان د کورنیو سیالیو سټار بلل کېده چې لېسټ اې، شپږیزه کرکټ لیګ او د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ یې په ښه اوسط سره ټاپ کړې وې.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …