د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي تر نامه لاندې د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو په پای لوبه کې سپین غر لوبډلې بوست ته په ماتې ورکولو سره د دې سیالیو د اتلولۍ جام په خپل نوم کړ.
د نجیب الله تره کي په نامه د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ د دغو سیالیو په پای لوبه کې پچه د بوست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه .
بوست لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سپین غر ته د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.
د بوست لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شعیب خان ۵۹، نبي الله ۴۳ او په وروستیو کې قدرت الله ۲۵ منډې وکړې.
د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد اشرف او بشرمل دوه- دوه لوبغاړی وسوځول او همداراز شفیق او نور اسلام بیا یو – یو لوبغاړی وسوځاوه.
سپین غر لوبډلې ټاکل شوی د ۱۵۴ منډو هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په اتلسم اور کې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
د سپین غر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شمو افغان ۷۱، نور اسلام ۳۸ او صبور خان ۱۴ منډې وکړې چې د سیالۍ په ګټلو کې ښه رول ولوبوه.
د بوست لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حزب الله دوه لوبغاړي وسوځول او عنایت بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه د سپین غر لوبډلې لوبغاړي شمو افعان ته ورکړل شوه، نوموړي په نن لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.
د پای لوبې په پای مراسمو کې د جام غوره لوبغاړي جایزه، د غوره توپ وهوونکي او غوره توپ اچوونکي جایزې هم لوبغاړو ته ورکړل شوې.
د یادولو ده چې د معلولینو ترمنځ دا شل اوریزې سیالۍ د نجیب الله تره کي د مړیني له کبله د هغه په نوم پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.