کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان کرکټ بورډ د (ميليون جام) سياليو ته غبرګون ښکاره کړ
د افغانستان کرکټ بورډ

د افغانستان کرکټ بورډ د (ميليون جام) سياليو ته غبرګون ښکاره کړ

له هغه وروسته چې نن په کابل کې د ميليون جام سياليو په تړاو خبري ناسته وشوه، چې پکې ځينې قراردادونه ترسره شو او لوبډلې هم په ځينو کسانو وويشل شوې، اوس د افغانستان کرکټ بورډ غبرګون ښکاره کړى.

د افغانستان کرکټ بورډ له رسمي ټويټرپاڼې څخه يو ټويټ شوى دى، که څه هم په دې ټويټ کې د ميليون جام سياليو يادونه نه ده شوې، خو پکې ويل شوي دي چې د کرکټ بورډ د رسمي اجازې پرته هېڅ لوبغاړى نه شي کولاى چې په کوم ليګ يا شخصي سياليو کې برخه واخلي.

کرکټ بورډ ليکي، چې د افغانستان کرکټ بورډ د پالېسۍ مطابق، د افغانستان ملي لوبغاړي او هغه لوبغاړي چې له کرکټ بورډ سره قراردادونه لري، په هېڅ شخصي ليګ کې پرته د کرکټ بورډ د NOC ترلاسه کولو څخه ګډون نه شي کولاى.

دوى په دې ټويټ کې همدا راز ليکي، چې هغه لوبغاړي چې د کرکټ بورډ رسمي اجازه يې نه وي اخيستې، هغوى نه شي کولاى چې په کوم ليګ کې ګډون وکړي او تر هر څه دمخه بايد دوى د کرکټ بورډ اجازه ترلاسه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټويټ

د يادولو وړ ده چې د ميليون جام سياليو درې کاله وروسته د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ په نوښت په خوست کې پيلېږي، چې د لمر ټلويزيون څخه به په ژوندۍ بڼه نشر شي.

د دې ليګ لپاره لوبغاړي د ډرافټ له لارې اخيستل کېږي او ويل کېږي، چې په دې ليګ کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او کورني لوبغاړي هم ګډون وکړي، خو د کرکټ بورډ له ياد ټويټ وروسته داسې ښکاري، چې ښايي دا کار ونه شي.

تر دې مخکې، د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو څخه وروسته، هم په کندهار کې يو شخصي ليګ ترسره شوى، چې پکې ملي لوبغاړو هم ګډون کړى و، خو په اړه يې څه نه و ويل شوي، چې ايا يادو لوبغاړو له کرکټ بورډ څخه رسمي اجازه ترلاسه کړې وه او که نه.

بل لوري ته د ميليون جام د پيلېدو له اعلان سره سم په کرکټ بورډ هم ځينو کسانو نيوکې کړې دي. دوى وايي، چې يو شخصي ليګ (ميليون جام) چې له اى سي سي ثبت هم نه دى، په ښه بڼه په ټلويزيون ښودل کېږي، خو د افغانستان رسمي کورنۍ سيالۍ بيا په ټلويزيون نه ښودل کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: رحمت ديوان

Avatar

دا هم ولولئ

خوستیان د شاپور ځدراڼ په ننګه او د کرکټ بورډ خلاف لاریون کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او د میلیون لیګ سیالیو مشر شاپور ځدراڼ …