کورپاڼه / د لوبو راپورونه / چینای د یوې په زړه پورې لوبې وروسته حیدر اباد لوبډله ماته کړه

چینای د یوې په زړه پورې لوبې وروسته حیدر اباد لوبډله ماته کړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن په ۲۹مه لوبه کې چینای سوپر کینګز لوبډلې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د سږني ای پي ایل لیګ۲۹مه لوبه چې په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه پچه یې د چینای لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه .

چینای په ټاکلو شلو اورونو کې د سنرایزرز لوبډلې لپاره د ۱۶۸منډو ستر هدف وټاکه او له خپل هدف یې دفاع وکړه.

د چینای لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې سام کرن ۳۱، شین واټسن ۴۲، امبته رایډیو ۴۱، کپتان ایم ایس ډوهني ۲۱ او رویندر جدیجا بیا ۲۵ وکړې .

د سنرایزرز لوبډلې لپاره خلیل احمد،سندیپ شرما او ناتراجن دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ۱۶۸ منډو هدف په ځواب کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره په شلو اورونو کې ټوټل ۱۴۷ منډې وکړې او سیالي یې د ۲۰ منډو په توپیر سره بایلوده.

د سنرایزرز لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې جاني بیرسټو ۲۳، کین ویلیمسن ۵۷، ګارګ ۱۶ او په وروستیو کې افغان لوبغاړي راشد خان ۱۴ منډې وکړې.

راشد خان په اتلسم اور کې یوه شپږیزه او یوه څلوریزه ووهله، خو په ۱۹م اور کې یې په یوه سخت وخت کې خپله ویکټه د ویلیمسن وروسته سمدستي له لاسه ورکړه.

که چېرې راشد خان په نولسم اور کې بونډري راوستی وی او وروستي اور ته هم پاتې شوی و، نو کولی شول چې چینای لوبډله ماته کړي.

د چینای لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې کرن شرما او ډي جی براو دوه – دوه لوبغاړي وسوځول همدارزا جدیجا، سام کرن او ټکور یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي چینای سوپر کېنګز لوبډلې په وروستیو کې د ۲۰ منډو په توپیر وګټله چې په دې سره یې په لیګ کې دریېمه بریا هم خپله کړه.

د یادولو ده چې سبا د اکتوبر پر ۱۴مه نېټه به د ای پي ایل لیګ په ۳۰ مه لوبه کې ډهلي کپیټلز د راجستان رایلز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

جالبه لوبه: پنجاب لوبډلې په دوهم سوپر اور کې لوبه وګټله

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن په ۳۶مه لوبه کې …