کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / نن ماښام د ای پي ایل ۳۰ مه لوبه د ډهلي او راجستان ترمنځ ترسره کیږي

نن ماښام د ای پي ایل ۳۰ مه لوبه د ډهلي او راجستان ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۰مه لوبه کې نن ماښام شپږ نیمي بجې د ډهلي کپیټلز لوبډله د راجستان رایلز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخ کیږي.

دا لوبه هم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

ډهلۍ او راجستان رایلز لوبډلې په روانو ای پي ایل سیالیو کې تر اوسه ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي.

ډهلي لوبډلې په خپلو اووه لوبو کې پنځه لوبې ګټلي دي د نمرو په جدول کې لس نمرې لري او په عمومي درجه بندۍ کې یې له ممبیي وروسته دوهم ځای خپل کړی دی.

ډهلي لوبډله که چېرې په نن لوبه کې بریا خپله کړي مستقیمآ به د سږنیو ای پي ایل سیالیو ترټولو مخکښه لوبډله شي او تر لومړي مقامه پورې به ورسیږي .

راجستان رایلز لوبډله بیا د نمرو په جدول کې د دریو لوبو په بریا سره شپږ نمرې لري، څلور لوبې بایللې دي چې په جدول کې اووم مقام خپل کړی دی.

که چېرې راجستان لوبډله په نن لوبه کې بریا خپلوي نو دوی به هم د نمرو په جدول کې پرمختګ وکړي او تر څلورم یاهم پنځم ځای پورې به ځان ورسوي .

په روان ای پي ایل لیګ کې د راجستان رایلز لوبډلې او ډهلي کپیټلز ترمنځ یوه سیالي ترسره شوې ده چې پکې د ډهلي لوبډلې د ۴۶ منډو په توپیر بریا ترلاسه کړې .

په دغې لوبه کې د راجستان رایلز لوبډلې لپار شېمرون هېټمایر ۴۵، شیریاس اییر ۲۲ او سټوینیس بیا ۳۹ منډې تر نورو ډیرې کړې وې .

ډهلي په دې لوبه کې راجستان رایلز ته د ۱۸۵ منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې راجستان رایلز لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۸ منډې وکړې.

د ډهلي لپاره په توپ وهنه کې سټیو سمیټ ۲۴ جیسوال ۳۴ او راهول ټیواییا بیا ۳۸ لوړې منډې وکړې.

د ډهلي لپاره په توپ اچونه کې رباډا درې لوبغاړي اشوین او سټوینیس بیا دوه – دوه لوبغاړي وسوځول.

په نن لوبه کې د ډهلي احتمالي لوبډله:
پارټیو شاو،شېکر داون، اجینکا ریحاني، شریاس اییر، سټوینیس، الېکس کیري، هرشل پټېل، اکشر پټېل، اشوین، کاګیسو رباډا، انریچ نورجه.

د راجستان رایلز احتمالي لوبډله:
جاس بټلر، بین سټوکس، سټیو سمېت، سنجو سمسون، روبین اوتاپا، جیسوال، ریان پرګ، راهول ټیواټیا، جوفرا ارچر، شریاس ګوپال، کارتېک تیاګی، اوند کت.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

ای پي ایل: بنګلور پچه وګټله، لومړی توپ وهنه کوي

د هند غوره لیګ ای پی ایل سیالیو په دوام په ۲۸مه لوبه کې همدا …