کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ای پي ایل: په یوې لوبه کې ډیر ډاټ بالونه راشد خان کړي دي

ای پي ایل: په یوې لوبه کې ډیر ډاټ بالونه راشد خان کړي دي

د هند غوره لیګ ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالۍ چې تر دې دمه تر ۳۰مې لوبې پورې را رسیدلي دي، په یوې لوبه کې د ډیرو توپونو ډات کولو په درجه بندۍ کې راشد خان لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

راشد خان سږکال د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره په بهتریني ایکانومۍ سره توپ اچونه ترسره کړې ده او ترڅنګ یې ورسره په لوبو کې ویکټې هم اخیستي دي.

راشد خان چې تر دا مهاله یې د سنرایزرز لوبډلې لپاره اته لوبې ترسره کړي دي په ښې ایکانومۍ سره یې لس لوبغاړي له مخې پورته کړي دي.

راشد خان د ۲۰۲۰م کال هغه توپ اچوونکی دی چې په یوې لوبه کې تر ټولو ډیر ۱۶ توپونه ډاټ کړي دي.

راشد خان د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د اکتوبر پر دویمه نېټه په خپلو ۴ اورونو کې ۱۲ منډې ورکړې او ترڅنګ یې ۱۶ توپونه پرته له کومې منډې ترسره کړل چې په دې ترتیب تر ټولو مخکښ بالر شمېرل کیږي.

د راشد خان ترڅنګ په دوهم ځای کې د بنګلور لوبډلې لوبغاړی نویدیپ سېنګ قرار لري، نوموړي هم ۱۶ توپونه ډاټ کړي دي ، خو د ۱۸ ډیرو منډو په ورکولو سره له راشد خان وروسته راغلی دی.

په دریېم ځای کې بیا د پنجاب لوبډلې لوبغاړی محمد شمي قرار لري چې په یوې لوبه کې ۱۵ توپونه ډاټ کړي.

په څلورم ځای کې بیا د راجستان رایلز لوبډلې چټک توپ اچوونکی جوفرا ارچر قرار لري نوموړي هم په یوې لوبه کې ۱۵ توپونه ډاټ کړي دي.

له دریېم وروسته په ترتیب سره ارشدیپ سینګ ۱۵ توپونه، ارچر یوځل بیا ۱۴، بومرا ۱۴ کرېس مورېس ۱۴ کټرول ۱۴ توپونه په یوې لوبه کې ډاټ کړي دي.

د راشد خان نوم په دغې لېست کې څلور ځلي راغلی دی چې د ۱۳ توپونو نیولې په یوې- یوې لوبه کې تر ۱۱ پورې توپونه پرته له کومې منډې ترسره کړي دي.

د راشد خان لوبډلې په سږني ای پي ایل لیګ کې که څه هم تر اوسه پورې یوازې درې لوبې ګټلي دي چې په دې کې هم مثبت رول د راشد خان دی.

افغان بالر راشد خان چې تل د متحده عربي اماراتو په ویشتنځایونو باندې د افغانستان د کرکټ ملۍ لوبډلې لپاره لوبېدلی دی، نو په دې ترتیب هم سږکال په ای پي ایل سیالیو کې ډیر ښه ځلیږي.

د سنرایزرز لوبډلې ترڅنګ د راشد خان ستاینه د کرکټ نړۍ هر کرکټر کوي او نوموړی د اوسني حالت تر ټولو غوره ورور توپ اچونکی یادوي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …