کورپاڼه / ليکنې / ميليون جام د شپږيزې په کچه ترسره کېږي، کرکټ بورډ يې وارخطا کړى

ميليون جام د شپږيزې په کچه ترسره کېږي، کرکټ بورډ يې وارخطا کړى

په خوست ولایت کې د پنځم پړاو میلیون لیګ سیالۍ په پلان کې دي چې په نومبر میاشت کې پیل شي، دا ځل به یاد لیګ د شپږیزې کرکټ لیګ په کچه ترسره شي چې له امله یې د افغانستان کرکټ بورډ وارخطا کړی دی.

په پلان کې ده چې په راتلونکي نومبر میاشت کې د دریو کلونو ځنډ شوی میلیون لیګ کرکټ سیالۍ به د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړی شاپور ځدران له لوري دا ځل په یو نوي نوښت سره په خوست ولایت کې پیل شي.

د میلیون لیګ مسوولین وایی، چې دا ځل به یاد لیګ په یو نوي نوښت سره ترسره شي چې پکې به د لوبغاړو ډرافټ مراسم، د لوبډلې د پیر مراسمو ترڅنګ به د لمر ټلویزیون په پرده هم په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

په ۲۰۲۰ میلیون لیګ سیالیو کې به د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ، د نولس کلنې لوبډلې، ایمرجینک، الف او د کورني کرکټ لوبغاړي په لوړه بیه ولوبیږي.

د میلیون لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو د نوملیکنې فورمه هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده چې پکې د لوبېدلو شرایط د شپږیزي کرکټ ته ورته دي.

د لوبغاړو د فورمې ډکولو په شرایطو کې راغلي دی چې په میلیون لیګ سیالیو کې هغه لوبغاړي خپل نومونه ثبت کولی شي چې لاندې شرایط یې پوره کړي وی.

یو لوبغاړی باید د کرکټ ملي لوبډلې غړی وی، لوبغاړی باید ملی الف لوبډله کې لوبېدلی وي، نولس کلنې لوبډلې لوبغاړی، د ایمرجینګ لوبغاړی او د کورني کرکټ لوبغاړی چې یوه فرسټ کلاس، لېسټ اې یایې هم شل اوریزه رسمي لوبه یې ترسره کړي وي نومونه ثبت کولی شي.

د میلیون لیګ همدا شرایط په شپږیزه کرکټ لیګ کې هم لوبغاړو ته وضعه شوي و .

شپږیزه کرکټ لیګ کې د لوبغاړو د ثبت په شرایطو کې راغلي و چې یو لوبغاړی باید د ملي لوبډلې غړی وي، هغه لوبغاړي چې په تېرو دوو کلونو کې په الف، نولس کلنې، ایمرجینګ لوبډلو کې لوبېدلي وي، هغه لوبغاړي چې پنځه شل اوریزه او یایې هم همدومره لېسټ اې لوبې کړي وي او د کورني کرکټ قرارداد لرونکي لوبغاړي وي.

د میلیون لیګ سیالیو ډرافټ کې د ګډون لوبغاړو لپاره د شپږیزې کرکټ لیګ په څېر پنځه کټګوري په نظر کې نیول شوي دي.

۱- ایکن کټګوري
په دې کټګوري کې د لوبغاړو د پیرلو بیه دوه سوه زره افغانۍ په نظر کې نیول شوې ده، خو په شپږیزه کرکټ لیګ کې یې بیا بیه ۵۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوې وه.

۲- ډایمنډ کټګوري
په دې کټګورۍ کې د لوبغاړو د پیرلو بیه سل زره افغانۍ ښودل شوې ده چې په شپږیزه کرکت لیګ یې د دې بیه بیا ۳۶۰ زره افغانۍ ښودل شوې ده.

۳- پلایټینیم کټګوري
په دې کټګورۍ کې د میلیون لیګ سیالیو لوبغاړو لپاره د پیرلو بیه ۷۵ زره افغانۍ ټاکل شوې ده، خو په شپږیزه کرکټ لیک کې بیا د دې لوبغاړو بیه ۲۰۰ زره افغانۍ وه.

۴- ګولډن کټګوري
په دې کټګور کې د میلیون لیګ جام سیالیو لوبغاړو لپاره د پیرلو بیه ۳۵ زره افغانۍ ټاکل شوې ده، خو په شپږیزه کرکټ لیګ کې بیا سل زره افغانۍ وه.

۵ – سېلور کټګوري
په دې کټګورۍ کې میلیون لیګ سیالیو د لوبغاړو پیرلو لپاره ۲۰ زره افغانۍ بیه ټاکل شوې، خو په شپږیزه کرکټ لیګ کې بیا ۷۵ زره افغانۍ ورته غوره شوې وې.

میلیون لیګ سیالۍ د یوه ملي لوبغاړي له لوري اداره کیږي، خو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ بیا د افعانستان د کرکټ بورډ له لوري په لاره اچول شوې وې، خو جوړښت یې او کیفیت یې په یو ډول دی.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د خپلې ادارې د کم ظرفیتۍ له امله اوس غواړي چې د دغې تجارتي لیګ مخه ونیسی بېګا شپه کرکټ بورډ په یوه ټویټ کې ویلي و چې هیڅ یو لوبغاړی د کرکټ بورډ له رسمي اجازې پرته په کوم تجارتي لیګ کې لوبېدلی نه شي.

میلیون لیګ په کرونایی حالت کې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو لپاره د عاید ښه سرچینه ده او همداراز د نورو ځوانو لوبغاړو د راپیداکولو لپاره ترټولو ښه سرچینه ده.

داسې ښکاري چې د افغانستان کرکت بورډ په روغ لاس د میلیون لیګ کرکت سیالیو مخه نیسي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه …