کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډوهني د حیدر اباد ځوانو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړې

ډوهني د حیدر اباد ځوانو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړې

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني او په ای پي ایل لیګ کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې کپتان ایم ایس ډوهني بېګا شپه له سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې څخه د لوبې ګټلو وروسته د سنرایزرز لوبډلې ځوانو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړې.

مسلکي کرکټر ایم ایس ډوهني چې په یو ښه رهبر او کپتان باندې مشهوره دی تل غواړي چې خپلې تجربې او مشورې ځوانو لوبغاړو ته انتقال کړي.

تېره شپه د سنرایزرز حیدراباد او چینای سوپر کینګز ترمنځ لوبه د چینای لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

د دغې لوبې وروسته په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې ایم ایس ډوهني د سنرایزرز حیدراباد ځوانو هندي او بهرنیو لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړې.

په ټولنیزو رسنیو ټویټر او فسبوک د ایم ایس ډوهني دا انځور خپور شوی دی چې د کرکټ ګڼ شمېر مینه والو خوښ کړی دی او ورسره یې د یوښه کرکټر او ښه رهبر صفات لیکلي دي.

په خپور شوي انځور کې ښکاري چې له ایم ایس ډوهني یو شمېر ځوان لوبغاړی راتاو دي او د هغه تجربو او مشورو ته یې غوږ نیولی دی.

ایم ایس ډوهني چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ویاړلی کپتان تېر شوی دی سږکال یې په ۲۰۲۰م کال کې له نړیوال کرکټ څخه استعفی اعلان کړه.

ایم ایس ډوهني د هند لپاره له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۲۰م کاله پورې نړیوال کرکټ کړی دی.

ډوهني خپله لومړنۍ رسمي یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۴م کال کې د بنګله دېش خلاف کړې ده، همداراز یې ټېسټ لوبه په ۲۰۰۵م کال کې د سریلانکا خلاف ترسره کړې ده.

ډوهني خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه په ۲۰۰۶م کال کې د سویلي افریقا لوبډلې خلاف ترسره کړې ده.

ایم ایس ډوهني همداراز په خپل ۱۶ کلن نړیوال مسلکي کرکټ کې ۹۰ ټېسټ لوبې ۳۵۰ یو ورځنۍ لوبې او ۹۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

ایم ایس ډوهني په دغو ۹۰ ټیسټ لوبو کې ۴۸۷۶ منډې کړي، په ۳۵۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۷۷۷ منډې کړي او په شل اوریزو لوبو کې ۱۶۱۷ منډې کړي دي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …