د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړي او د نړۍ لومړي نمبر الرونډر لوبغاړي محمد نبي ته د هند په غوره لیګ ای پی ایل سیالیو کې سنرایزرز لوبډلې سږکال یوازې په یوې لوبه کې چانس ورکړی دی.
د هند کرکټ بورډ یا بي سي سي ای اعلان کړی دی چې د دوی د نوي قانون له مخې د ای پي ایل په هره لوبډله کې هغه لوبغاړي چې ډیر چانس یې نه وي ترلاسه کړی د خپلې لوبډلې پر ځای بلې لوبډلې ته اوښتی شي.
د هند کرکټ بورډ پر وینا د نوي قانون له مخې کله چې د ای پي ایل سیالۍ نیمایي ته ورسیږي نو لوبډلې په خپلو لوبغاړو کې بدلون راستلی شي.
د بي سي سي ای قانون له مخې هغه لوبغاړي هم کولی شي چې د سږني ای پي ایل په نیمایي لوبو کې یوازې یوځلي یا دوه ځلي په لوبو کې لوبېدلی وي.
د دې قانون له مخې که یو لوبغاړي د خپلې لوبډلې په اتو یا اووه سیالیو کې یوازې یوه / یا دوه لوبې کړي وي کولی شي چې په قانوني بڼه خپله لوبډله بدله کړي او د نیمو سیالیو تړون له یوې بلې لوبډلې سره وکړي.
د همدغې قانون په بنسټ د نړۍ پیاوړی افغان الراونډر محمد نبي کولی شي چې د سنرایزرز لوبډله په نیمه کې پریږدی او له یوې مناسبې لوبډلې سره تړون لاسلیک کړي.
افغان لوبغاړي محمد نبی تر دا مهاله د سنرایزرز لوبډلې لپاره یوازې یوه لوبه ترسره کړې ده او په پاتو اووه لوبو کې نه دی لوبېدلی دی.
د کین ویلیمسن، جاني بیرسټو، ډیویډ وارنر او د راشد خان په شتون کې محمد نبي ته په یوولس کسیزه لوبډله کې چانس نه ورکول کیږي.
څه وخت وړاندې د هندۍ لوبډلې پخواني لوبغاړی ګاتم ګمبیر هم ویلی و چې د محمد نبي ارزښت د سنرایزرز لوبډلې سره نشته دی که چېرې له بلې لوبډلې سره یې شتون درلود، نو په ټولو سیالیو کې به لوبیدلی وی.