کورپاڼه / د لوبو راپورونه / شرف الدین اشرف امو لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه

شرف الدین اشرف امو لوبډلې ته بریا ورپه برخه کړه

د افغانستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو په دوام نن په پنځمه لوبه کې د شرف الدین اشرف په ښې توپ اچونې سره امو لوبډلې مس عېنک ته د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

مس عینک لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۰ منډو هدف امو لوبډلې ته وټاکه چې لوبه یې هم د کوچني هدف له امله بایلوده.

د مس عینک لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې شاهد الله کمال ۲۸،رحیم منګل ۱۲ او رحمان الله ګربز ۱۹منډې وکړې.

د امو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف پنځه لوبغاړي، میرویس اشرف درې لوبغاړي، عظمت الله عمرزي او جاوید احمدي بیا یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

ټاکل شوی د ۱۵۰ منډو هدف امو لوبډلې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۳م اور کې ترلاسه کړ او سیالي یې د شپږو ویکټو په توپیر سره وګټله.

د امو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې زاهد ذاخېل ۴۲منډې فرهان ذاخېل بیا ۱۷ منډې وکړې او کپتان جاوید احمدي تر ټولو ډیرې ۳۲ منډې وکړې.

د مس عینک لوبډلې لپاره طاهر خان دوه لوبغاړي وسوځول، همداراز احسان منګل او نور احمد یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شرف الدین اشرف ترلاسه کړه، نوموړي نن پنځه لوبغاړي وسوځول.

باید یاده شي چې دغازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ سږکال په کندهار ولایت کې پیل شوي دي .

ټاکل شوې سبا به د بوست لوبډلې او سپین غر ترمنځ شپږمه لوبه ترسره شي.

د غازي امان الله خان لېسټ اې لوبو ټول لګښت د کرکټ نړیوالې شورای ای سي سي له لوري ورکول کیږي.

د ای سي سي بودیجي ته په کتو سره باید دا سیالۍ د ټلویزیون له لاري په لوړ کیفیت وښودل شي، خو افغان کرکټ بورډ لا دا زمینه نه ده برابره کړې.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …