کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ډيلي د راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او جدول کې سر ته لاړه
ډيلي کاپيټلز

ډيلي د راجستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او جدول کې سر ته لاړه

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې له لوري شيکر دهون او شرياس اير په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ١٣ منډو په توپير يې د راجستان رايلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣٠مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ډيلي کاپيټلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيکر دهون د ٢ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٣٣ توپونو ٥٧ منډې وکړې، همدا راز شرياس اير هم د ٢ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٤٣ توپونو ٥٣ منډې ترلاسه کړې.

د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، ٢ لوبغاړي جېديو انداکت او کارتيک تياګي او شرياس ګوپال ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٢ منډو هدف په تعقيب د راجستان رايلز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې او د ١٣ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له ډلې بين سټوکس ٤١، روبين اتاپا ٣٢، سنجو سمسون ٢٥ او جاس بټلر ٢٢ منډې ترلاسه کړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري انريچ نورجه او تشار ديش پانډى ٢-٢، کاګيسو رباډا، ار اشوين او اکشر پټيل ١-١ ويکټ واخيستې.

ډيلي کاپيټلز د نننۍ بريا سره په ٨ لوبو کې ٦ لوبې وګټلې او د ١٢ نومرو سره د جدول لومړي مقام ته لاړه، همدا راز راجستان رايلز بيا په اتمه لوبه کې پنځمه ماتې وخوړه او د ٦ نومرو سره په ٧م مقام کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ١٥مه نېټه به د اى پي ايل ٣١مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ په شارجه کې ترسره شي. دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې …