کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نن ماښام د ای پي ایل ۳۱ مه لوبه د پنجاب او بنګلور ترمنځ ترسره کیږي

نن ماښام د ای پي ایل ۳۱ مه لوبه د پنجاب او بنګلور ترمنځ ترسره کیږي

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام نن ماښام شپږ نیمي بجې په ۳۱مه لوبه کې د افغان لوبغاړي مجیب الرحمان اړوند لوبډله کینګز الیون پنجاب د ار سي بي یا بنګلور لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته وځي .

په سږنیو ای پي ایل سیالیو کې بنګلور لوبډلې په پرله پسې توګه بریاوې ترلاسه کړي دي،دوی په ۷ لوبو کې پنځه ګټلي دي او د نمرو په جدول کې یې د لسو نمرو په ترلاسه کولو سره دریم ځای خپل کړی دی.

همداراز د افغان لوبغاړي مجیب الرحمان اړوند کینګز الیون پنجاب لوبډلې بیا په خپلو ۷ لوبو کې یوازې یوه لوبه ګټلې ده او د نمرو په جدول کې د دوه نمرو په ترلاسه کولو سره یې اتم مقام خپل کړی دی.

سږکال د دیارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو کوربه توب چارې د کرونا ویروس له کبله د متحده عربي امارتو په غاړه دي چې په ګڼ شمېر لوبغالو یې لوبې روانې دي.

بنګلور لوبډله چې تل د ای پي ایل سیالیو د نمرو په جدول کې په وروستي مقام راځي سږ کال تر ټولو په ښه پوزیشن مخ ته روانه ده.

د پنجاب او بنګلور ترمنځ به دا سیالی په شارجه کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د شارجه کرکټ لوبغالي بونډریانې یو څه کوچنۍ دي چې ښایي نن هم د یوې ښې لوبې شاهدان اوسو.

کینګز الیون پنجاب لوبډلې په خپلو تېرو اتو لوبو کې لاهم د شل اوریزو سیالیو خطرناکه توپ وهوونکي کرېس ګېل ته چانس نه دی ورکړی.

پنجاب په لومړنیو شپږو لوبو کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمان ته هم چانس نه و ورکړی، خو په وروستیو دوو لوبو کې د لوبېدلو ترڅنګ ښه ونه ځلېد.

په نن لوبه کې پنجاب لوبډلې لا له وړاندې د کرېس ګیل د لوبېدو خبر ورکړی دی چې ګواکې نوموړی د نن سیالۍ لپاره مکمل جوړ او تیار لوبغاړی دی.

د بنګلور احتمالي لوبډله
کپتان ویرات کوهلي ارون فېنچ،پاډیکال، ای بي ډیویلیرز، شیوام ډوب، واشېنګټن، کرېس مورېس، اودانا محمد سراج، نویدیپ سایني او چهال.

د کینکز الیون پنجاب احتمالي لوبډله
کپتان کی ایل راهول، کرېس ګېل،ماینک اګروال، نیکولاس پوران، ګلېن مکسویل، مندیپ سینګ، کرېس جورډن، مورګن اشوین، راوي بیشوني، محمد شامي او ارشدیپ سینګ.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …