کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ اجراییه رئیس د میلیون لیګ اجازه ورکړې، خو عمومي رئیس یې مخه نیسي

د کرکټ بورډ اجراییه رئیس د میلیون لیګ اجازه ورکړې، خو عمومي رئیس یې مخه نیسي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي په نومبر میاشت کې د راتلونکي میلیون لیګ جام سیالیو ترسره کولو مخه په روغ لاس نیسي.

خپلواک وېبپاڼې ته یوې سرچینې وویل، چې د میلیون لیګ جام سیالیو اجازت نامه د کرکټ بورډ اجراییه رئیس او د ډایریکټر رئیس احمدزي له لوري ورکول شوې ده، خو د کرکټ بورډ عمومي مشر یې مخه نیسي.

د سرچیني پر وینا د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رئیس جار عبدالرحیمیزي، ډایریکټر رئیس احمدزي او عمومي مشر فرهان یوسفزي ترمنځ د دغو سیالیو په سر جنجال راغلی دی.

دغه جنجال د دې له امله راغلی دی چې اجراییه رئیس او ډایریکټر رئیس احمدزي د کرکټ بورډ له مشر فرهان یوسفزي سره د همغږۍ پرته د دې سیالیو اجازت ورکړې.

فرهان یوسفزی چې اوس مهال په لندن کې د خپلې کورنۍ غړو سره یوځای مېشت دی خپلو کارکوونکو ته یې امر کړی دی چې په خوست ولایت کې د کیدونکي میلیون جام سیالیو مخه ونیسئ.

په میلیون جام سیالیو کې به نږدې ۱۴۰ لوبغاړو ته د لوبو کولو زمینه برابره شي، همداراز به د کرکټ بورډ ۶۰ کارکوونکو ته پکې هم د کار موقع پیداشي، خو له دې سره سره یې بیاهم مخه نیول کیږي.

د میلیون لیګ ترسره کولو مسوولیت تر ډیره د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي شاپور ځدران سره دی چې نوموړي په قانوني بڼه د ښه ترسراوي خبر هم ورکړی دی.

دا لومړی ځل دی چې له پلازمېنې کابل پرته یو ستر لیګ په خوست ولایت کې ترسره کیږي.

دا به لومړی ځل وي چې له یو ولایت څخه د یوه ستر تجارتي لیګ رسنیز پوښښ هم په نړیواله کچه په لوړ کیفیت د اصولو مطابق ترسره شي.

دا چې میلیون لیګ سږکال د شپږیزې کرکټ لیګ په کچه او په داخل کې له سترو سیالیو په ښه ډول ترسره کیږي له همدې کبله یې د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی مخنیوي کوي او نه غواړي چې د دوی رهبري ته پکې زیان ورسیږي او هم تر پوښتنو لاندې راشي.

د میلیون لیګ سیالیو د خپاروي تړون هم وړمه ورځ له لمر ټلویزیون سره لاسلیک شوی دی چې له مخې به یې یاد تلویزیون دا سیالي په لوړ کیفیت خپرې کړي.

د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو هم د نوم نه ښودلو په شرط خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې دوی میلیون لیګ ته خوښ دي، خو د افغانستان کرکټ بورډ اجازې ته لاهم په تمه دي څو یې ترلاسه کړي.

د دې لیګ د اعلان سره سم د افغانستان کرکټ بورډ په یوه ټویټ کې ویلي دي چې افغان لوبغاړي پرته له اجازې په تجارتي لیګونو کې نه شي لوبیدلی.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

“هلکه کريس ګيل دې بې لارې کوي، د هغه چمونه دې شروع کړل”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان په ټولنيزو رسنيو کې …