کورپاڼه / خبرونه / هستي ګل عابد: فرهان یوسفزی د اسماعیل میاخېل خوشحالولو لپاره د میلیون لیګ مخه نیسي

هستي ګل عابد: فرهان یوسفزی د اسماعیل میاخېل خوشحالولو لپاره د میلیون لیګ مخه نیسي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد وایي، د افغان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی د میلیون لیګ سیالیو مخه ځکه نیسي چې داځلي له لمر ټلویزیون څخه په ژوندۍ بنه خپریږي او نه غواړي چې د ملي راډیو ټلویزیون رئیس اسماعیل میاخیل خفه کړي او هم ورته په رسنیز پوښښ کې رقیب پیداکړي.

هستي ګل عابد وایي، د افغان کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزی د میلیون لیګ سیالیو مخنیوي ځکه کوي چې د دغو سیالیو د خپراوي تړون د ملي ټلویزیون سره نه دی لاسلیک شوی چې له همدې کبله غواړي اسماعیل میاخېل خوښ وساتي او د ( RTA ) ملي ټلویزیون پر وړاندې د لوبو د ژوندي خپراوي په برخه کې د بل سیال د مخ ته تګ مخنیوی وکړي.

هستی ګل عابد نن په خپلې فسبوک پاڼې یوځل بیا د کرکټ بورډ په مشرتابه نیوکي کړي دي چې ګواکې په خوست ولایت کې د میلیون لیګ سیالیو مخنیوي په روغ لاس کوي او نه غواړي چې یادې سیالۍ دې سږکال وشي.

 

د هستي ګل عابد پر وینا د افغان کرکټ بورډ له لوري د پنځم پړاو میلیون لیګ سیالیو مخه نیول د هیواد، کرکټ د لوبغاړو د پرمختګ امکاناتو استعداد ښودلو او د مینه والو د شوق او ولولو مخه نیول دي.

هستي ګل زیاتوي،”مونږ بار بار وایو چي کرکټ ادارې مشري دا ډیر وخت د غیرمسلکو او کرکټ نه ناخبره خلکو په لاس کې لویدلې ده دوی ته د کرکټ د روشت خبره مهمه نه ده دوي ته خپله ملګرتیا پالل مهم دي.””

هستي ګل عابد وایي، که چېرې د میلیون لیګ سیالۍ د هیواد په مختلقو ولایتونو یاهم زونونو کې ترسره شي دا یو ښه اقدام دی ځکه چې د کرکت لوبغاړي او د کرکټ مینه وال یې ورته په بې صبرۍ سره انتظار باسي.

نوموړی په وروستیو وایي په خوست کي د کرکټ ښه سهولتونه او په زرګونو د کرکټ مینوال شتون لري همدارانګه په اوس حالت کې د میلیون لیګ په ژوندۍ بڼه د ټولو هیوادوالو لپاره یوه ښه تفریح هم بللی شو.

ټاکل شوې ده چې د پنځم پړاو میلیون لیګ کرکټ سیالۍ به په راتلونکې نومبر میاشت کې د ملي لوبغاړي شاپور ځدران له لوري د نويو نوښتونو سره ترسره شي.

اوس د دغو مهمو سیالیو مخه د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزي نیولې ده د معلوماتو له مخې فرهان یوسفزی د مشخصو اشخاصو په خوښه د دغې لیګ مخنیوی کوي.

فرهان یوسفزي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د نولس کلنو، الف او ایمرجینګ لوبغاړو په شمول نورو ټولو لوبغاړو ته خبر ورکړی دی چې له رسمي اجازې پرته په دغو سیالیو کې نه شي لوبیدلی.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه رئیس جار عبدالرحیم زي او ډایریکټر رئیس احمدزي بیا د دغو سیالیو په ترسره کولو کې همغږي ښودلې او د میلیون لیګ سیالیو مسوولینو ته یې اجازه هم ورکړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

د افغانستان ایمرجېنګ لوبډله جوړیږي

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ویلی دي د دوی د تازه پرېکړې …