کورپاڼه / ليکنې / میلیون لیګ کې د کرکټ بورډ ۶۰ کارکوونکو ته د کار او ۱۴۰ لوبغاړو ته د لوبېدو زمینه برابریږي

میلیون لیګ کې د کرکټ بورډ ۶۰ کارکوونکو ته د کار او ۱۴۰ لوبغاړو ته د لوبېدو زمینه برابریږي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزی په خوست ولایت کې د راتلونکي پنځم پړاو میلیون لیګ سیالیو مخه په داسې حال کې نیسي چې پکې د بورډ ۶۰ کارکوونکو ته د کار او ټوټل پکې د ملي لوبغاړو په شمول ۱۴۰ لوبغاړو ته د لوبېدو زمینه برابریږی.

میلیون لیګ سیالۍ ټاکل شوی ده چې په راتلونکي نومبر میاشت کې د ملي، نولس کلنو، الف، ایمرجینګ او نورو د کورنیو سیالیو لوبغاړو په شتون کې سږکال په خوست ولایت کې پیل شي، خو د پیلیدو وړاندې یې د افعانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس مخنیوی کړی دی.

د میلیون کرکټ لیګ سیالیو د پیلیدو اجازه د کرکټ بورډ اجراییه رئیس او دډایرکټر رئیس احمدزي له لوري ورکړل شوې ده، خو د افعانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزی یې د څو اشخاصو په خوښه د میلیون لیګ کرکټ سیالیو د پیلیدو مخنیوی کوي.

دالیګ د کرونایی حالت وروسته او د ملي لوبډلې لوبغاړو د سیالیو په نه شتون کې خورا ستر ګام دی چې اخیستل کیږي، خو فرهان یوسفزی یې مخنیوي کوي.

په میلیون کرکټ لیګ سیالیو کې شمول شوې لوبډلې په افغان سوداګرو په مناسبه بیه پلورل کیږي، د لوبغاړو د پیر یا ډرافټ مراسم پکې ترسره کیږي،د لیګ د پرانیستې مراسم هم پکې شته ملي او نولس کلن مشهوره لوبغاړي به پکې هم ولوبیږي په لومړي ځل به په ښه کیفیت د خوست ولایت څخه په نړیواله کچه د لمر ټلویزیون له لاري په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

سږکال د پنځم پړاو میلیون کرکټ لیګ سیالۍ د کرکټ ملي لوبډلې د مشهوره لوبغاړي شاپور ځدراڼ له لوري په خورا ښه کیفیت او د شپږیزي لیګ په کچه ترسره کیږي چې یوه اندازه به له شپږیزي سیالیو په زړه پورې وي.

په دغې لیګ کې ۱۴۰ افعان لوبغاړي په پنځو بیلابیلو کټګوریو کې د شل زرو نیول تر دوه سوه زرو افعانیو پورې په ډرافت مراسمو کې پیرل کیږي.

په دې لیګ کې به نه یوازې چې د کورني کرکټ لوبغاړي، ملي، نولس کلن، الف او ایمریجینګ لوبغاړي عاید ترلاسه کړي، بلکې د کرکټ بورډ۶۰ کارکوونکي به د رسمي معاش ترڅنک د دغې لیګ څخه هم عاید ترلاسه کړي.

د میلیون کرکټ لیګ سیالیو په ترسراوي افغان سوداګر هم خوښ دي چې د لوبډلو د اخیستلو زمیني ورته برابرې شوي او هم ورته د اعلاناتو ښه چانس جوړیږي څو خپل تولیدات تر خلکو ورسوي.

که چېرې د افغانستان کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی د څو اشخاصو په خوښه د دغې لیګ مخنیوی وکړي نو دا به هم افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو ته ستر تاوان واړوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خان وزير عابد

خان وزير عابد
خان وزير عابد ورزشي خبريال او ليکوال دى، چې له بېلا بېلو رسنيو سره يې په ورزشي برخه کې کار کړى دى. نوموړى اوس مهال د خبريال وېبپاڼې ايډيټر او ورزشي خبريال دى.

دا هم ولولئ

ان انډين

د کرکټ هغه ٦ لوبغاړي چې په فلمونو کې يې کار کړى

د کرکټ ډېرو لوبغاړو په فلمونو کې کار کړى دى، خو دلته د شپږ هغه …