کورپاڼه / تجارتي ليګونه / خلیل احمد: خوشبخته یم چې له وتلو ستورو سره لوبېږم

خلیل احمد: خوشبخته یم چې له وتلو ستورو سره لوبېږم

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې او په ای پي ایل سیالیو کې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې چټک توپ اچوونکی خلیل احمد وایي، خوشبته دی چې له وتلو ستورو سره لوبیږي.

چټک توپ اچوونکي خلیل احمد د سنرایزرز حیدر اباد له ماتې وروسته ویلي دي خوشبته یم چې له وتلو ستورو سره لوبېږم او په نورو لوبو به قوی راڅرګند شو.

وړمه شپه د سنرایزرز حیدراباد او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ د هند په غوره لیګ ای پي ایل سیالیو کې ۲۹ مه لوبه ترسره شوه چې پکې د چینای سوپر کینګز لوبډلې د ۲۰ منډو په توپیر سره سیالي وګټله.

په دې لوبه کې افعان بالر راشد خان کوم لوبغاړی ونه سوځاوه او په خپلو ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې.

خلیل احمد چې د سنرایزرز لوبډلې تکړه توپ اچوونکی دی په دې لوبه کې ښه وځلید نوموړي دوه ویکټې ترلاسه کړې، خو لوبه یې په وروستیو کې بایلوده.

د دغې لوبې وروسته په ټولنیزو رسنیو یو انځور هم خپور شوی و چې پکې ښکارېدل د چینای لوبډلې کپتان ایم ایس ډوهني څخه د لوبغالي په یوې څنډه کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ځوان لوبغاړي راتاو دي او له هغه یې مشورې او تجربې ترلاسه کولې.

خلیل احمد چې د سنرایزرز حیدراباد لوبډلې چټک توپ اچوونکی دی چې د هندۍ ملي لوبډلې لپاره هم لوبېدلی دی نوموړی چینای لوبډلې ته د لوبې له بایللو وروسته ایم ایس ډوهني سره په لوبغالي کې لیدل شوی دی او د خپلې لوبې په اړه یې ترې مشورې غوښتې دي.

خلیل احمد په خپلې فسبوک پاڼې د ډوهني سره خپل ګډ انځور خپور کړی دی او هغه ته یې په اشارې سره لیکلي.

((دا زما خوشبختي ده چې وتلو ستورو سره لوبيږم مونږ به لا قوي کمبیک وکړو))

خلیل احمد د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ اچوونکی دی چې تر اوسه یې د هند لپاره ۱۱ یو ورځنۍ لوبې، ۱۴ شل اوریزې لوبې کړي او په ای پي ایل لوبو کې تر اوسه ۱۶ لوبې ترسره کړي دي.

د هند مسلمان لوبغاړي خلیل احمد په یو ورځنیو لوبو کې ۱۵ ویکټي اخیستي، په شل اوریزو کې ۱۳ او په ای پي ایل لوبو کې بیا ۲۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …