کورپاڼه / اسلام / پاکستاني عالمان: د پب جي ګېم کوونکى له اسلامه خارج او نکاح يې ماتېږي
پب جي ګېم

پاکستاني عالمان: د پب جي ګېم کوونکى له اسلامه خارج او نکاح يې ماتېږي

د پاکستان ځينو عالمانو په يوه فتوه کې ويلي دي، هغه کسان چې پب جي PUBG ګېم کوي، هغه له اسلامه خارج دي او نکاح يې هم ماتې شوې دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان د کراچۍ مشهورې مدرسې (جامعه علوم اسلاميه بنوري ټاون) په يوه فتوه کې ويلي دي، چې څوک پب جي ګېم کوي، هغه له اسلامه وتلي.

دا فتوه د (فتوى دارالافتاء جامعه علوم اسلاميه بنوري ټاون) له لوري د يو کس د پوښتنې په ځواب کې خپره شوې ده، چې د دغه مدرسې په وېبپاڼه کې هم شته.

پب جي ګېم فتوه

همدا راز د دې فتوې سکرين شاټونه په ټولنيزو رسنيو کې هم خپاره شوي دي او يو نوى بحث پرې پيل شوى دى.

يو کس د يادې مدرسې له عالمانو څخه پوښتنه کړې وه: ((تېره جمعه زموږ د جومات امام په خپل بيان کې ويلي و، هغه څوک چې پب جي ګېم کوي، هغه له اسلام وتلي دي او نکاح يې هم نه ده پاتې شوې، کوم حکمونه چې د اسلام نه د خارجېدو په اړه و، هغه ټول يې وويل، که تاسې په دې اړه معلومات راکړئ.))

د دې پوښتنې په ځواب کې د يادې مدرسې عالمانو فتوا ورکړه، چې: ((زموږ د معلوماتو له مخې ځينې وخت د پاور ترلاسه کولو لپاره په دې ګېم کې کسان د بتانو پوجا (عبادت) کوي او ځينې کسان بيا خپل ملګري د پاور ترلاسه کولو لپاره د بتانو مخې ته سجدې کوي، نو دا کار د ګېم کوونکي خپل فعل دى.))

د پب جي په اړه فتوه

په دې فتوه کې زياته شوې: ((په ګېم کې ښکاره کېدونکى لوبغاړى د ګېم کوونکي کس عکس او وياند دى او د مسلمان عقيده د توحيد ده، نو د بتانو پر وړاندې سجده کول شرک دى.))

په فتوه کې ويل شوي: ((په ګېم کې د دې عمل تکرارولو سره به ورو ورو د بتانو په وړاندې د ښکته کېدو قباحت هم له زړه څخه ليرې شي، نو دا ګېم کول ناجايز دي او په پب جي ګېم کې بتانو ته سجده کول او پاور ترلاسه کول شرک دى، او څوک چې دا کار کوي هغه له اسلام وتلى دى، همداسې کس باندې د ايمان تازه کول او که واده يې کړى وي نو د نکاح تازه کول لازمي دي.))

د دې فتوې په پاى کې ويل شوي دي، که کوم کس په پب جي ګېم کې د شرک کوم عمل نه کوي، نو بيا هم په شرک راضي کېدل او ځينې غلطو عملونو ترسره کولو له امله د پب ګېم کول جايز نه دي.

پب جي ګېم

د يادولو وړ ده چې پب جي په ټوله نړۍ کې ډېر مشهور ګېم دى، چې په پاکستان او افغانستان کې هم دا په ځوانانو کې ډېر مشهور دى. په پاکستان کې خو څه وخت مخکې په دې ګېم څو ورځې بندېز هم لګېدلى و، همدا راز په افغانستان کې هم په ټولنيزو رسنيو کې ځينو کسانو يو کمپاين په لاره اچولى و، چې بايد دا ګېم دې بند کړاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar