کورپاڼه / خبرونه / شاپور ځدراڼ: په هر صورت به ميليون جام ترسره کړم
شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ: په هر صورت به ميليون جام ترسره کړم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى او د ميليون جام ليګ په نوې بڼه ترسره کوونکى شاپور ځدراڼ وايي، که څه هم د ميليون ليګ سياليو مخنيوى کېږي، خو بيا به هم په هر صورت دغه سيالۍ په خوست کې ترسره کړي.

له څو کلونو ځنډ وروسته سږکال د ميليون جام ليګ سيالۍ د ملي لوبغاړي شاپور ځدراڼ په نوښت په نوې بڼه ترسره کېږي. سږکال به د دې ليګ سيالۍ په ډېره ښه بڼه په لمر ټلويزيون کې هم په ژوندۍ بڼه خپرې شي او همدا راز د ياد ليګ لوبډلې هم بېلا بېلو کسانو له لوري اخيستل شوي دي.

خو بل لوري ته ځينې سرچينې وايي، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى غواړي چې د دې ليګ مخه ونيسي او دا ليګ ترسره نه شي.

شاپور ځدراڼ بيا په خپله فېسبوکپاڼه کې تازه ليکلي: ((د لوى پکتيا درنو ولسونو او په ځانګړې توګه د خوست بافکره او ويښ ځوانانو ته ډاډ ورکوم، دا چې د ميليون ليګ سياليو د مخنيوي باوجود کلک هوډ لرم، تر څو په هر صورت دغه سيالۍ په خوست کې ترسره کړم، چې ستاسې لپاره د خوشحالۍ سبب وګرځي. د دې ليګ د ترسره کولو ټول قانوني اسناد په لاس کې لرم او هېڅوک يې مخنيوى کولاى نه شي.))

ويل کېږي چې شاپور ځدراڼ د ياد ليګ د ترسره کولو لپاره رسمي اجازه نامه د کرکټ بورډ اجراييوي رييس او کرکټ ډايريکټر له لوري ترلاسه کړې، خو عمومي رييس فرهان يوسفزي يې بيا مخالفت کړى دى.

د ميليون جام ليګ سږکال په لويه کچه ترسره کېږي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په څېر لوبغاړو ته په کې ځانګړي شرايط ټاکل شوي دي او همدا راز لوبغاړي په پنځه کټګوريو کې وېشل شوي دي چې په بدل کې يې ډېرې پېسې هم ورکول کېږي.

د ميليون جام ليګ ته نږدې کسان وايي، چې دوى هڅه کوي په ملي ټلويزيون دا سيالۍ د شپږيزې کرکټ ليګ څخه هم په ښه بڼه خپرې کړي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د رسمي ټويټر څخه څو ورځې وړاندې يو ټويټ شوى و، چې پکې ويل شوي و، چې د کرکټ بورډ د پالېسۍ له مخې، هېڅ ملي او قراردادي لوبغاړى د کرکټ بورډ د رسمي اجازې پرته په کوم شخصي ليګ کې ګډون نه شي کولى.

دا ټويټ وروسته له هغې شوى و، کله چې د ميليون جام ليګ د ترسره کېدو اعلان وشو او دا وويل شو چې په دې ليګ کې به د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي هم ګډون وکړي.

همدا راز د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي هم په ځينو ټويټونو کې دا خبره څرګنده کړې وه، چې ملي لوبغاړي د کرکټ بورډ له اجازې پرته په کوم شخصي ليګ کې ګډون نه شي کولى.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

“يوازينى پاچا چې په تخت ناست دى او څوک ترې شکايت نه کوي”

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د شل اوريزو لوبو غوره توپوهونکى …