کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريس ګيل په لومړۍ لوبه کې کمال وکړ، پنجاب د بېنګلور لوبډله ماته کړه
کريس ګيل

کريس ګيل په لومړۍ لوبه کې کمال وکړ، پنجاب د بېنګلور لوبډله ماته کړه

کريس ګيل په خپله لومړۍ لوبه کې کمال وکړ، هغه له کى ايل راهول سره په ګډه د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته په روان اى پي ايل کې دويمه بريا ورپه برخه کړه، چې د ٨ ويکټو په توپير يې بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٣١مه لوبه په شارجه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧١ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٤٨، کريس موريس ٢٥ ناسوځېدلې، شيوام ډوبى ٢٣ او ارون فنچ ٢٠ منډې ترلاسه کړې.

د کنګز اليون پنجاب له لوري محمد شامي او ايم اشوين ٢-٢، ارشديپ سينګ او کريس جورډن ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٧٢ منډو هدف د کنګز اليون پنجاب لوبډلې د وروستي اور په وروستي توپ پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د لوبې په وروستيو کې چې په ٢ توپونو ١ منډه پکار وه، کى ايل راهول د يوې منډې هڅه وکړه او کريس ګيل د منډې پر مهال وسوځېده، بيا نيکولاس پوران توپوهنې ته راکوز شو او په وروستي توپ يې شپږيزه ووهله او پنجاب ته يې بريا ورپه برخه کړه.

په روان اى پي ايل کې نن د کريس ګيل لومړۍ لوبه وه، چې خپل کمال يې ښکاره کړ او په ٤٥ توپونو يې ٥٣ منډې وکړې، هغه ٥ شپږيزې هم ووهلې، همدا راز کى ايل راهول د ٥ شپږيزو په مټ په ٤٩ توپونو ٦١ ناسوځېدلې منډې وکړې. ماينک اګروال هم ٤٥ او نيکولاس پوران ٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې له لوري يوژيندرا چاهل ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کی ایل راهول ته ورکړل شوه.

دا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې اتمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه، خو اوس هم د جدول تر ټولو وروستۍ لوبډله ده، همدا راز رايل چېلنجرز بېنګلور بيا په ٨ لوبو کې ٥ برياوې خپلې کړي او نن له دريمې ماتې سره مخ شوه، چې په جدول کې په دريم مقام کې قرار لري.

سبا د اکتوبر په ١٦مه نېټه به د اى پي ايل ٣٢مه لوبه د ممبۍ انډينز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کلکتې په سوپر اور کې د راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه

د هند غوره لیګ ای پي ایل سیالیو په دوام په ۳۵مه لوبه کې کلکتې …